اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د پاكستان وسله وال ځواكونه د هر ډول خطرو د مقابلې صلاحيت لري او دې لپاره هر وخت چمتو ولاړ دے٬ د پاكستان فضائي د مړانې په لويو مثالونو تاريخ رقم كړې ٬ كه جنګ وي يا امن په هر ډول سختو كښې هسكه غړې ولاړ وي ۔ اولس مشر دا خبره د پاكستان ايئر فورس اكېډېمۍ اصغر خان رسالپور كښې د زيارت په ورځ پاسنګ آٶټ پرېډ ته خپلې وېنا كښې وكړه كوم كښې چې 140 جنرل ډيوټي پائلټ ٬ 86 انجينئرنګ ٬ 96 ايئر ډيفنس ٬ 21 اېډمسنټرېشن اېنډ سپشپل ډيوټيز او 5 لاجسټكس كورس ګرېجوېشن تر لاسه كړې۔ د پي اے اېف لخوا د جاري شوي خبر پاڼې له مخې دستورې ته د خاص مېلمه په حېث پاسنګ آٶټ كېډټش ته خپلې وېنا كښې اولس مشر ووئيل د پاکستان د فضائی حدونو د وياړ جوګه محافظو په حېث د خپلو وظيفائي صلاحيتونو په كارولو دوي د غېر متزلزله جذبې سره پاكستان ايئر فورس د پاكستان موسئس قائداعظم تصور له مخې يو بهترين فضائيه جوړولو كښې خپل كردار ترسره كړې او په مستقل مزاجۍ او هم په ډېره خوارۍ به دوي د پاكستاني قام په اعتماد پورا خېژي۔ اولس مشر ووئيل د شريك عزت او احترام په بنیاد د نړۍ سره ښې اړيكې غواړو، مونږ هغه قام يو چا چې د امن په خاطر مالي او ځاني قربانۍ وركړې،مونږ په نړۍ كښې امن راوستلو له مخلص يو او چرې به هم كوم بل هېواد له د خپلې دې جذبې د غلطې ترجمانۍ اجازه ورنه كړو۔ ډاکټر عارف علوی ووئيل د پاکستان وسله وال ځواكونه د هر ډول خطر مقابلې كولو صلاحیت لري او دې لپاره تل لپاره چمتو ولاړ دي۔ده ووئيل د وسله وال پوځ تير وخت د دې خبرې ګواهي وركوي چې دوي خپلې خاورې حفاظت له د هر ډول قربانۍ وركولو څخه ډډه نه ده كړې ۔ ده ووئيل پاك فضائیه د مړانې په لويو مثالونو تاریخ جوړ كړې ٬ كه جنګ وي يا امن د هر ډول ستونزو مقابله ئې كړې۔ ده ووئيل پاکستان د كورنو او بهرنو ستونزو سره مخ دے او مونږ قوي باور لرو چې كوټلې تګلارې سره به مونږ په دې ټولو ستونزو قابو ومومو۔ ډاکټر عارف علوی ووئيل د يو قام په حیث د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ کردار مهم ؤ چې په نتيجه كښې ئې د سيمه ايز او نړيوال امن موقعې پیدا شوې۔ ده ووئيل زمونږ وسله والو ځواكونو ترهه ګري ختمولو كښې د قام سره اوږه په اوږه او هېواد كښې امن بحالولو له کردار ترسره كړې۔ اولس مشر ووئيل پاك فضائیه د هېواد د دفاع يوې مهمې برخې ګرځيدو به توګه د ترهه ګرو ژالې ختمې كړې چې ورسره زمونږ دښمن کمزورې شوې۔ دستوره كښې 107 ايوي اېشن كېډټس ګرېجوئټ شول ۔۔ اولس مشر ګرېجوېټ كېډټس ته برانچ نښې او ځانګړي پوزيشن ترلاسه كوٶنكو له انعامونه وركړل ۔ اولس مشر سكوارډن فور ته د اكېډېمي په چيمپېئن سكوارډن قائداعظم بېنر وركړو۔ کالج آف فلائنګ ټریننګ كښې په غوره كاركردګۍ چيف آف دي ايئر سټاف ټرافي د اېوي اېشن كېډټ فرخان خالد اعوان ترلاسه كړه دغسې د اېوي اېشن كېډټس ونګ انډر افيسر طلحه حسيب كالج آف فائنګ ټرئېنګ كښې په مجموعي توګه په پياوړې كاركردګۍ اعزازي شمشير ترلاسه كړو۔ جنرل سروس ټرېننګ كښې په غوره كاركردګۍ جوائنټ چيف آف سټاف كمتۍ چيئرمېن ټرافي د ايوي اېشن كېډټ انډر افيسر شهریار احمد ملك ترلاسه كړه۔ کالج آف ایئرو ناټیکل انجینئرنګ كښې د غورې كاركردګۍ په څرګندونه چيف آف دي ايئر
متعلقہ مضامین
-
Opp wish for in-house change to remain a dream: Qureshi
-
6,500 more test positive for Covid-19; 12 lose lives
-
Camps to create awareness about health card: Bashrat
-
Pakistan progressing economically: Ashrafi
-
Govt to bring changes in judicial system: Farrukh
-
10 injured in blast at Hub chowki owing to gas leakage
-
PNS Tughril: a new era for Pakistan Navy
-
Culprits behind journalist’s murder to be arrested soon: IGP Punjab
-
Journalist shot dead in Lahore
-
Abu Dhabi crown prince calls PM to condole lives lost in Lahore blast
-
PM directs for resolution of issues of SEZs on priority
-
Smart lockdown imposed in busy areas of Peshawar