اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د قائد ملت لیاقت علی خان د تصوراتو او تعلیماتو ودې له د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي مونږ له به د پاكستان رياست لپاره د لياقت علي خان د وضع كړې روښانه لارې او د ھغه د خپلو كړو اصولو په سختۍ سره پېروي كول وي ۔ ده دا خبرې د قائد ملت لياقت علي خان 67مې كليزي په موقع خپل پېغام كښې كړې كومه چې به (نن) د نهې په ورځ لمانځلې شي۔ اولس مشر ووئيل د لياقت علي خان شمېره د پاكستان په موسئسانو كښې كېږي٬ لیاقت علی خان د قام بابا قائداعظم محمد علی جناح سره په ګډه د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د جلا وطن په ترلاسه كولو كښې په استقامت سره هلې ځلې كړې٬ د ھغوي خدمات د آزادۍ د غورځنګ په تاريخ كښې زرين باب دے٬ ده ووئېل د پاکستان وړومبي وزیراعظم او د قائداعظم باوري ملګري په حېث هغه د نوي رياست په خاص توګه د كډوالو بحالۍ لپاره د قدر وړ خدمات ترسره كړي۔ اولسمشر عارف علوي ووئيل لياقت علي خان په يو داسې نازك وخت كښې حكومت سنبهال كړې ٶ چې پاكستان كورنو او بهرنو چېلنجونو سره مخ ٶ خو هغوي دا ذمه واري ډېره په ښه ډول ترسره كړې ٬ ھغوي د جمهوري اقدارو مرستيال او پېروكار وٶ او د جمهوري ادارو بنياد لپاره ئې سخته خواري كړې ۔ اولس مشر ووئيل د اكتوبر په 16مه نيټه كال 1951 كښې په يو ناوړه پېښه كښې قام دې عظيم لارښود څخه محرومه شو خو د پاكستان جوړېدو نه وړاندې او وروستو به د ھغوي خدمات تل ياد ساتلې شي۔ په دې موقع بېلا بېلې دستورې٬ واكس٬ سېمينارز او غونډې وشوې چې پكښې قائد ملت لياقت علي خان ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔
متعلقہ مضامین
-
Micro-smart lockdowns imposed in Karachi
-
Pakistani skier determined to win hearts during Beijing Winter Olympics
-
Pakistan reports drop in daily COVID cases
-
Two men attacks girl with acid
-
Samina Alvi for empowerment of women
-
Tanzara Gallery to organize exhibition ‘Being & Becoming’ tomorrow
-
Tunisia thanked for supporting IIOJK freedom
-
Pakistan reaffirms support to oppressed Kashmiris
-
Farming starts on land belonging to Guru Nanak
-
CM condemns attack on oil well in Karak
-
3-storey dilapidated building catches fire in walled city
-
Punjab reports 30 new Omicron cases in a day