اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د مسلم ليګ(ن)صدر او په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف وئېلي دي اوسني حالات د مخالفې ډلې امتحان دے٬هېواد او قام به پھ هېڅ صورت مايوسه نه كړو٬مونږ ته د جمهوري٬دستوري او د پارليماني طريقو او اقدارو يوه نوې لاره جوړول دي٬په پارلمان د قام باور زياتول دي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د ګوند شريكې پارلماني پارټۍ ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔په غونډه كښې د ګوند مشرانو٬د سېنېټ او قامي اسمبلۍ غړو ګډون وكړو۔شهباز شريف ووئيل مونږ به اوس په پارلمان كښې دننه او بهر د قام او هېواد د ګټو تحفظ لپاره په محنت ٬جذبه او ديانتدارۍ كار كوو۔ده ووئيل د خپل كردار او عمل د لارې دا ثابتول دي چې مونږ لويه دعوې نه كوو بلكې د قوم د امانت ساتونكي او د خدائے له يرې تحفظ كونكي يو۔ده ووئيل مونږ ته په نړۍ دا ثابتول دي چې كه اهليت وي٬ديانتداري وي او د اخلاص نيت وي د پارلمان نه طاقتور كوم بل فورم نشته۔په غونډه كښې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال مشوره وكړې شوه۔په غونډه كښې د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ او د نورو قائمه كمېټو د مشرانو ټاكنې په اړه نامو ته حتمي شكل وركړې شو۔په غونډه كښې دا پريكړه هم وشوه چې د سي پیك٬د ځايې حكومتي نظام او د پرمختيائي پروګرام په اړه به بېلا بېل لارښود نه يوازې پرله پسې د حكومت په اقداماتو نظر ساتي بلكې په دې لړ كښې به عامه رايه هم جوړوي او قوم به پرله پسې د دې معاملو نه خبروي۔په غونډه كښې د ځايې حكومتي نظام د تحفظ په اړه د بېلا بېلو اقداماتو جاج هم واخستلې
متعلقہ مضامین
-
Pakistan staunchly condemns extra-judicial killings of Kashmiris
-
17 more cases of dengue fever surface in Islamabad
-
MBBS student found dead in Larkana girls’ hostel
-
Covid-19 claims 13 lives; infects 363 more people
-
It is not contempt of court to speak about retiring judges, even ex-CJPs: Justice Minallah of the IHC
-
Cracks in PML-N are visible: Khawar
-
IHC instructs FGEHA to address objections of affectees
-
PML-N asks for 50-rupee cut in petrol price
-
Flights called off as Quetta Airport’s runway shut down
-
IG directs crackdown against metallic kites string, kite making
-
Pakistan heading towards sustainable growth rapidly: Farrukh Habib
-
Punjab IGP says traffic management system to be improved