اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د تحريك انصاف لخوا د سپيكر چوكې لپاره نومول شوي كانديد اسد قېصر په مشرې كښې پلاوي د جي ډي اے مشرانو سره ملاقات وكړو٬ پلاوي د سپيكر او دوهم سپيكر چوكې لپاره په ټاكنو كښې د مرستې كولو خواست وكړو۔ د نهې په ورځ د تحريك انصاف غړو اسد قېصر٬ قاسم سوري٬ فرخ حبيب او رياض فتيانه په پارلمنټ لاجز كښې د جي ډي اے د قومي اسمبلۍ غړو ډاكټر فهميده مرزا او غوث بخش مهر سره ملاقات وكړو او دوي ته ئې د سپيكر او دوهم سپيكر په ټاكنه كښې د مرستې كولو خواست وكړو۔ د ملاقات نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې اسد قېصر ووئيل چې پاكستان يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے٬ مونږ دا چېلنجونه په موقعو كښې بدلول غواړو۔ ده ووئيل چې د جي ډي اے لخوا په ملاتړ كولو مننه كوم۔ ده ووئيل چې زمونږ د اسمبلۍ غړو سره د تماس نيول كېدو اطلاعات دي٬ خو باور لرم چې زمونږ غړي به د ضمير سودا ونه كړي۔ مونږ خورشيد شاه ته هم د ملاتړ كولو خواست كړے٬ بايد د يو بل د مېنډېټ احترام وكړ ے شي۔ د جي ډي اے مشر عوث بخش مهر ووئيل چې مونږ به د تحريك انصاف ملاتړ كوو۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan wants enhanced ties with EU, UK: Gen Bajwa
-
Accused pleads for settlement with Noor’s family
-
Lahore grapples with worst air quality
-
Australia wins; well played Green Shirts!
-
PRCS donates 200,000 COVID vaccines to GoP
-
Pakistan issues 3,000 visas to Indian Sikhs
-
UNHCR, China donate neonatal intensive care unit for newborns
-
Reunion!
-
Dr Yasmin visits Data Darbar Hospital
-
Saddar cooperative market fire drenched by firefighters
-
Man murders parents, sister in Jhang
-
Another LHC judge refuses to listen to Jamshed Cheema’s petition