اسلام آباد 26جولائي (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون سېكتر بابر یعقوب فتح محمد وئيلي دي چې ګرده نړۍ كښې د ټاكنو په نتيجو كښې وخت لګي٬ مونږ هپ 24 ساعته كښې 90 فيصده ته نزدې نتيجې وركړې دي ٬ كومه چې ډېره لويه كاميابي ده٬ د كال 2008 د ټاكنو په نتيجو كښې 50 ساعته لګېدلې ٶ او د دې نه په لږ وخت كښې نتيجې رامخې ته شوې دي٬ تر اوسه د شمېرو له مخې په ټولټاكنو كښې ټرن آٶټ 55 فيصده څخه نزدې ٶ٬ د ټګۍ يو سنجيده ګيله نه ده رامخې ته سوې٬ د بوګس ووټونو او د ډبو ډګولو شكايتونه ترلاسه شوې دي٬ آر ټی اېس ھغه شان كار نه دې كړې كوم چې مونږ سوچ كوٶ۔ ۔ د زيارت په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل ټاكنې په سوله ايز چاپيرحال كښې شوې او تر اوسه زياتره نتيجې رامخې ته شوې دي٬ د ټاكنو كمېسون په وېب پاڼه هم نتيجې ليدلے كېدې شي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د ټاكنو په نتيجو كښې وخت لګي٬ زياتو څيزونو ته كتنه كول وي او د دې نه پس نتيېجې وړاندې كول وي۔ ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې زمونږ يو يو پریزائیډنګ آفسر سېلابي اوبو كښې ډوب شوې ھغه سره يو امنيتي اهلكار هم ٶ٬ لوے څښتن دې د دوي بخښنه وكړي۔ ده ووئيل د موسم او امنيتي حالاتو له امله د ځينو سيمو نتيجې تاخير سره ترلاسه شوې دي٬ چې زمونږ نه بې غوري شوې يا نظام كار نه دے كړې٬ دا مونږ منو٬ بيا لپاره به دا عمل ښه كوٶ۔ ده ووئيل زمونږ په وېب پاڼه نتيجې راځي د ھغې تجزيه به هم ستاسو په وړاندې ږدو۔ په دې پراسېس كښې دننه تاسو هم وكتل چې د ټګۍ شكايت نه دے ترلاسه شوې٬ نه د ډبو ډكولو او نه د بوګس ووټونو٬ يو دوه وېډيوز د ټګۍ پحقله په سوشل ميډيا آن ايئر شوې دي زه باور سره وئيلې شم چې دا د كوم پخواني الېكشن وېډيو ده چرته چې يوې مېرمن مهرونه لګوي٬ مونږ د دې وېډيو فرانزك معائنه كړې چې پكښې دا خبره رامخې ته شوې چې په وېډيو كښې د بېلټ پېپر رنګ مختلف دے دې سره سره چې كوم مهر كارولې شوې ھغه هم مختلف دے٬ دې وېډيو نه دا معلومېږي چې دا د پخوانو ټاكنو وېډيو ده٬ ځيني عناصر دا ډول وېډيوز خپروي۔ ده ووئيل د ټاكنو په مهال پوځ هم مثالي امنيتي وظيفه ترسره كړې او د ځوانانو د پولنګ دننه رويه هم مثالي وه د دوي پحقله يو شكايت هم نه دې ترلاسه شوې په دې د پاك پوځ مننه كوٶ۔ ده ووئيل د سېنېټ قائمه كمېټي د عبدالرحمان ملك په مشرۍ كښې جوړه كړې شوه وه د كمېټې غړو زمونږ ډاډګيرنه كړې او زمونږ نكته نظر د دې كمېټې د لارې تر لرې لرې رسولې شوې په دې مونږ د قائمه كمېټۍ د ټولو غړو مننه كوٶ۔ بابر يعقوب فتح محمد ووئيل د دې نه علاوه د ټاكنو په مهال د ټولو صوبائي واكمنو او د وفاقي ادارو مننه هم كوٶ۔ ده ووئيل كمېسون د ميډيا هم مننه كوي چا چې د ټاكنو په مهال بشپړه مرسته كړې ۔ ده ووئيل د سترې محكمې د چيف جسټس ٬ د پنځه واړو هائي كورټس د چيف جسټس صاحبانو هم مننه كول غواړو د دا په مرسته چې دا ټاكنې شوې دي او نن سمې ټاكنې ترلاس كولو سره ستاسو په وراندې يو۔ ده ووئيل تر اوسه 82 فيصده نتيجې رامخې ته شوې دي خو دې كومې نتيجې زمونږ ريټرننګ افسرانو اعلان كړې دې ھغه د 90 فيصد نه زياتې دي او په دې كښې يوازې 8 فيصده فرق دې لږ وخت كښې به دا نتيجې هم اعلان كړې شي۔ ده ووئيل پنجاب څخه د قامي اسمبلۍ د 120 چوكو نتيجې ترلاسه شوې دي او د صوبائي اسمبلۍ د 265 چوكو نتيجې هم ترلاسه شوې دي۔٬ د سندھ د قامي اسمبلۍ 42 او د صوبائی اسمبلۍ د 105 حلقو نتيجې ترلاسه شوې دي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا د 35 قامي اسمبلۍ او 86 د صوبائی اسمبلۍ د چوكو نتيجې ترلاسه شوې دي٬ بلوچستان څخه هم د قامي اسمبلۍ د 7 او د صوبائي اسمبلۍ د 35 حلقو نتيجې ترلاسه شوې دي او نورې د موسم د خرابۍ له امله تاخير سره مخ دي۔ ده ووئيل 30 دقيقو كښې به د 95 فيصده حلقو نتيجې ترلاسه شي۔ ده ووئيل زه بيا د ټولو سياسي ګوندونو مننه كوٶم چا چې زمونږ نكته نظر اورېدلې ٬ خپل ګيلې ئي رارسولې او په ډاډ زمونږ سره ولاړ ٶ۔ ده ووئيل د آر ټی ایس د نتيجې قانوني حېثيت نه ٶ د انفارمېشن زر ترلاسه كېدو پحقله د دې اهميت ٶ اصلي نتيجې ھغه دي كومې چې زه ياستو ته وړاندې كوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زما ذاتي رائے ده چې تر اوسه د 55 فيصده نه زيات ټرن آٶټ په نظر راځي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د عمران خان ووټ په نظر د راتللو پحقله چيف كمشنر اېكشن اخستې ٶ۔ ده ووئيل ټولې 675 ګيلې رامخې ته شوې دي چې پكښې د د مېرمنو د ووټونو اچولو حقله ګيلې هم شاملې دي۔
متعلقہ مضامین
-
Punjab approves two uplift schemes in health, irrigation sectors
-
Fawad expresses felicitations to media for responsible coverage during TLP crisis
-
23 killed as coach plunges into Rawalakot ravine
-
PM Khan orders to appoint facilitation officers for overseas Pakistanis
-
PM to declare ‘historic relief package’ today: Information Minister
-
CDA installs 80,000ft pipelines for nonstop water supply
-
Imran to be premier for next five years: Gill
-
Pakistan hands over 2.2 tons of relief goods to Afghanistan
-
Overseas Pakistanis remit over US $ 2.4 billion through 250,000 RDAs
-
Opp getting untied on one-point agenda
-
Opp misleading nation on petroleum products: Hassan
-
Country’s progress on rise: Tarin