وزیراعظم به ملکه الزبتھ ، پرنس آف وېلز او د برتانيې مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به د دولت مشتركه د مشرانو په 25مه غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي كوم چې به د اتسلم نه تر شلم اپرېل په لندن كښې كېږي٬ د دې غونډې بنيادي موضوع ” د يو مشتركه سباون په پلو پېشرف ” ده۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې لندن كښې به وزیراعظم ملکه الزبتھ دوېمې، پرنس آف وېلز او د برتانيې مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ د غونډې په مهال به د دولت مشتركه نورو مشرانو سره ملاقاتونه او د شريكې خوښې په معاملو د خيالاتو د څرګندونې موقع هم ترلاسه شي۔ د بيان له مخې پاكساتان د تنظيم په باني غړو هېوادونو كښې يو دے دا مهال 53 هېوادونه د دولت مشتركه غړي دي او دا د 2 اربه 20 كروړه نه زياته آبادي لري كومه چې په شپږ براعظمونو محيط ده ٬ او د دې د جي ډي پي 6.9 ټرېلين پاٶنډ ده۔ د دولت مشترکه مشرانو په غونډه كښې به ګډون د يو جديد او فعاله رامخې ته شوي ماركيټ پشمول د پاكستان لخوا د ترلاسه كړې شويو كاميابو او د كاروبار ٬ سرمايه كارۍ او تجارت لپاره د يو زړه راښكونكي مقام په حېث رامخې ته كولو لپاره موقع وركړي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به د دولت مشترکه د مشرانو غونډې په موقع ټول اېګزېټو او رېټرېټ غونډو كښې د فعاله ګډون نه علاوه دستورو كښې هم ګډون كوي۔(م ع/ګ ل/1908)
متعلقہ مضامین
-
US senators seek probe into Pakistan’s role in Taliban takeover
-
Innovation of agri sector, uplift of farmers a priority: PM
-
Pakistan takes part in int’l military training moot
-
Copy of presidential address to Parliament’s joint sitting tabled in Senate for debate
-
ICE Pakistan launches postgraduate certificate in education
-
No-trust move: chances of Jam Kamal’s survival ‘diminishing’
-
PM greets leadership, people of China on 72nd national day
-
Google pulls plug on plan for mobile banking in Pay app
-
Targeting Pakistan over Afghan situation, unfair: PM
-
No one to be left helpless in coastal areas: SACM
-
K-Electric policies compliant with NEPRA: spokesperson
-
World Habitat Day to be marked today