اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن) سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي په 26م اګست نېشنل اليکټرك پاور ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) زمونږ د پټيشن سماعت كړے او كه زمونږ پټيشن تسليم كړے شو نو د دې له مخې به د درېو مياشتي ټېر ايډجسټمنټ (کيو ټي اے) په مد كښې د ستمبر نه تر نومبر په بلونو كښې 96 پېسے د يونټ په سر زياتوالي اوشي او د فيول چارجز ايډجسټمنټ (اېف سي اے) په مد كښې به 2.87 پيسے كمے راشي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د ټيکس د اثر نه وروستو به صارفينو له 2.37 روپۍ د يونټ په سر كمے وركول وي٬ د بجلۍ په بيعه كښې د مسلسل اضافې تاثر ناسمه دے۔ وفاقي وزير ووئيل په پارو سېكټر كښې د بجلۍ د بيعې تعين نېپرا كوي او نېپرا هر درې مياشتې پس د بيعې تعين كوي٬ هر درې مياشتې پس د بيعې تعين کيو ټي اے او اېف سي اے په مد كښې كېږي۔
متعلقہ مضامین
-
Flood alert issued for low lying areas near River Satluj
-
Mohenjo-daro ruins in miserable state after monsoon rains
-
France to send relief goods for flood affected people
-
3 million children
-
Imran hell-bent on spreading anarchy: Marriyum
-
Army continues rescue, relief operation in south Punjab
-
Pregnant women caught in Pakistan floods desperate for aid
-
National strategy in the offing to cope floods after effects: Kh Asif
-
Senators visit Lance Naik Mehfooz Shaheed’s mausoleum
-
Anyone aiming to hurt army-people bond not a ‘friend’ of Pakistan: PM
-
Action plan ready to implement Climate Change Policy 2022 in KP
-
BISP distributes Rs21b among 866,455 flood victim families