اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی د اسلام آباد وګړو سهولت لپاره 5 سروسز جاري كولو اعلان كولو سره وئيلي چې د ټولو اقداماتو مقصد د اسلام آباد وګړو له ښه او تند رفتاره خذمات وركول دي،ډير زر به اسلام آباد يو مثالی ښار جوړ كړو۔ ده د سی ډی اے دورې په موقع غونډي ته وينا كوله۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوی په اسلام آباد كښې كیپیټل ایمرجنسی سروسز جاري كولو ،كیپیټل ویسټ مېنجمنټ كمپنی، كیپیټل سېف سټی اتھارټی،سی بی ډی اسلام آباد او كیپټل واسا جوړولو اعلان وكړو۔وفاقی وزیر محسن نقوی د سی ډی اے چئیرمېن او چیف كمشنر اسلام آباد محمد علی رندھاوا له ټاسك وركړو۔وفاقی وزیر د سی ډی اے هیډكوارټر دورې په مهال ایمبولینس 1122 او فائر بریګیډ عملے سره ملاقات وكړو او په ښه ډول په فرائض ترسره كولو ئې د ستائنه وكړه۔سی ډی اے ایمرجنسی سروس ډاكټر عبد الرحمان بریفنګ كښې ووئيل ایمبولینس، فائر بریګیډ او واټر ریسكیو سروس به د كیپټل ایمرجنسی سروسز ترمخه كولې شي۔وګړي د كوم هم هنګامی حالت په صورت كښې په 1122 كال كولو سره ایمرجنسی سروسز ترلاسه كولې شي۔یونیفائیډ ایمرجنسی كنټرول روم به جوړولې شي۔د ګاړو به د جی پی ایس د لارې لائیو ټریكنګ كولې شي۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوی ووئيل د عملے ټریننګ ته دې خاص پام لرنه وكړې شي ۔ده په ښار كښې ایمرجنسی سروسز 1122 نوې سټیشن جوړولو او په منظور شوې چوكو په میرټ د بھرتو كولو سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل په اسلام آباد كښې د ایمبولینسز شميره به زياتولې شي۔د سی ډی اے چئیرمېن او چیف كمشنر اسلام آباد محمد علی رندھاوا، ډپټی كمشنر اسلام آباد عرفان میمن او ایمرجنسی سروسز ډاكټر عبد الرحمان او نور چارواكي په دې موقع موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
CM approves cleanliness plan for Eid days
-
Eight outlaws held, drugs, weapons recovered
-
Imran moves SC against bill denying expats right to vote
-
Pro-poor initiatives like free electricity to continue: Hamza
-
Shaukat Khanum prepares plan for collection of hides during Eid
-
Skyrocketing prices of sacrificial animals weakens purchasing power of buyers
-
Court extends Imran Khan’s interim bail
-
Islami Tehreek-e-Pakistan to support PML-N in by-elections: Khurram
-
Imran turned PM house into a blackmailing den: Maryam
-
KP CM agrees to upgradation of PFI to full-fledged university
-
Police distributes Eid gifts to families of martyred
-
LG minister directs speedy disposal of waste