ابوظهبي 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اوسنے حكومت آئي ټي، كركېلې، معدنيات، برآمدات، صنعت او نورو څانګو ته د پام ګرځولو سره د خپل معيشت مستحكمولو هڅې كوي، مونږ كچكول مات كړے٬ د نړۍ قامونو په پور اغستو يا مرسته نه په خوارۍ او مينه كولو پرمختګ كړے، په دې جذبه مونږ له د خود انحصارۍ منزل ترلاسه كول دي، پاکستان كښې شريكو منصوبو او سرمايه كارۍ له شريكه مرسته پكار ده٬ په تېرو دوه نيمو مياشتو كښې د آئي ټي څانګې لپاره يو شمېر اقدامات شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پاكستان او يو اے اي د آئي ټي كمپنو ترمېنځه د شراکت دارۍ ګردي مېز سيشن ته وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء ﷲ تارړ، د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان هم موجود وٶ۔ وزيراعظم ووئيل د يو اے اي صدر شېخ محمد بن زېد په مشرۍ كښې امارات د پرمختګ منزلونه ترسره كوي٬ يو اے اي دا مهال په انفارميشن ټيکنالوجي او مصنوعي زېركتيا كښې قائدانه کردار لوبوي او دې سره سره په جديد آئي ټي انفراسټركچر هم جوړوي۔ ده ووئيل د پاكستاني په توګه مونږ لپاره دا خوشبينه ده چې د امارات زيرك آئي ټي پروفيشنلز دلته موجود دي او دغسې د پاكستان څخه هم مهارت لرونكې پروفيشنلز موجود دي څوك چې د معيشت بېلا بېلې څانګې ډيجيټائز كولو لپاره خدمات ترسره كوي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د خپلې ودانۍ په سبب چې پكښې زياتره ځوانان دي يو شمېر موقعې لري٬ زمونږ د ودانۍ د 60 فيصده وګړو عمرونه د 15 نه تر 30 كالو ترمېنځه دي ۔ وزيراعظم ووئيل په تېرو دوه نيمو مياشتو كښې د آئي ټي څانګې لپاره يو شمېر اقدامات شوي۔ وزيراعظم ووئيل د كركېلې، معدنيات، انفارميشن ټيکنالوجي پشمول د خپلو ځوانان اختيار منده كولو٬ برآمدات زياتولو، صنعت او نورو څانګو ته پام ګرځولے شوے٬ د آئي ټي پروفيشنلز د معيشت په ټولو څانګو كښې ډيجيټائزيشن لپاره کردار لوبوي٬ ده ووئېل مونږ دا هڅه كوٶ چې پاكستان كښې هم د ډيجيټائزيشن عمل بشپړ شي۔ وزيراعظم ووئيل سباٶن كښې به په تېلو او ګاز د انحصار په كولو ځاے ځوانانو ته په تربيه وركولو او ډيجيټل اکانومي ته د ودې وركولو غوندې نان آئل و ګاز اکانومي باندې آدانه وي۔ ده ووئيل د شېخ محمد بن زېد دا وژن دے چې نه يواځې د خام مال امپورټ ايکسپورټ بلكې د خام مال په ويليو ايډډ څيزونو بدلولو سره د دغې برامدات كښې د يو اے اي ځانګړے كردار وي او په دې مونږ دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ، دوي د پاكستان عظيم دوستان او مرستيال دي، دوي د خپل عظيم پلار په نقش قدم روان دي څوك چې يو وژنري ليډر ٶ، ده ووئېل د شېخ محمد بن زيد لخوا په معيشت كښې راسوتے جدت د ستائنې دے۔ ده ووئيل په دې راٶنډ ټيبل سيشن كښې ګډون زما لپاره د درناوي خبره ده٬ دا ناتسه د دې خبرې غوښتنه كوي چې د آئي ټي په څانګه كښې څنګه هدفونه سر كول دي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د خپل معيشت هيئت بدلولو لپاره هڅې كوٶ او مونږ دا عزم لرو چې متحده عرب امارات كښې موجود د خپلو وروڼو مرستې څخه به د پاكستان د معيشت هيئت بشپړ بدلوٶ او په جوائنټ وينچرز او د نالج شيئرنګ شراکت دارۍ په بنياد به دا كار كوٶ۔ ده ووئيل د يو اے اي صدر د خپل پلار غوندې تل په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې، دوي تل د يوې كورنۍ غوندې د پاكستان مرسته كړې٬ مونږ د خپل ورور هېواد څخه پور نه غٶاړٶ بلكې دوي څخه مشتركه سرمايه كاري او مرسته غواړٶ كومه چې د شريكې ګټې لپاره وي۔ وزيراعظم ووئېل زمونږ په پروګرام كښې د لوړې كچې ووکيشنل ټريننګ او جديد هنر وركول شامل دي دغسې چې زمونږ ځوانان يو اے اي ٬ ابوظهبي او ډبئۍ كښې قانوني تقاضې ترسره كولو سره خپلې دفترې جوړې كړي او پاكستان څخه ځوانان خدمات ترسره كړې شي چې ورسره د روزګار موقعې راپېدا شي، اېس اېم ايز سره مرسته اوشي او زه دا خطر په سر اغستو له چمتو يم او د خپلو ملګرو سره په دې څانګه كښې مخ په وړاندې تګ لپاره چمتو يم ځكه ګټه په توان كېږي۔ ده ووئيل دې مقصد لپاره تانيه ادريس او آصف پير د پاکستان اولس لپاره خدمات ترلاسه كړي۔ ده باصلاحيت آئي ټي پروفيشنلز ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دوي د پاكستان سفيران دي، مونږ سره په بېلا بېلو څانګو كښې په ماضي كښې هم يو اے اي مرسته كړې دغسې اوس هم مونږ د امارات قيادت څخه خواست كوٶ چې د دوي اولس زمونږ د اولس تربيه وكړي۔ په راٶنډ ټيبل سېشن كښې د پاکستان او متحده عرب امارات کمپنو ترمېنځه د تفاهم په درېو مهمو يادښتونو لاسليك هم وشو٬ د 800 هولډنګ او انفوټيک ترمېنځه د تفاهم په يادښت لاسليك وشو٬ د انفوټېك او منسيټ ترمېنځه د تفاهم په يادښت هم لاسليك وشو٬ دغسې د لېب ويئر عربيه او مېزون ترمېنځه د تفاهم په يادښت هم لاسليك وشو۔ په دې موقع د آئي ټي څانګې سره تړون لرونكو پاكستانيانو او د امارات كاروباري شخصيات ګډون كولو۔ وزيراعظم په دې موقع پاكستان كښې په كاميابۍ سره كاروبار كوٶنكو د اتصالات، دبئي اسلامي بينك پشمول د امارات د بېلا بېلو كمپنو مشرانو ته اېوارډز هم وركړل۔
متعلقہ مضامین
-
Punjab Assembly brawl case: Court confirms interim bail to PTI leaders
-
PML-N to win over 16 Punjab Assembly seats in by-election: Rana Sana
-
LHC hints at re-election for Punjab CM’s slot
-
PM Shehbaz asks public to strictly follow corona SOPs
-
Heavy downpour to hit most parts of country from today
-
Ambassador Masood urges US investors, Pakistani diaspora to invest in Pakistan
-
SC decides 1504 cases in June
-
Peace committee reviews arrangements for Eid-ul-Azha, Muharram
-
My own party plotted against me in 2018 polls
-
Pakistan’s Covid-19 case count highest since March
-
Govt utilizing capabilities to strengthen national economy: Khilji
-
Vice Air chief lauds level of training at NDU