اسلام آباد۔9مئی (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهبازشریف د 9 مئي پیښې د ریاست او د هغې د ادارو په ضد بغاوت ګرځولو سره وئېلې دي 9 مئي د پاکستان د تاریخ توره ورځ وه ، د 9 مئي د پیښو اصل مقصد د جمهوریت خاتمه ، د آئین پامالي او د يو كس بادشاهت او آمریت قائمولو ناوړ منصوبه وه، د سوچ خبره ده چې د يو كال تېرېدو باوجود د 9 مئي مجرمانو ته تر اوسه سزا ونه شوه ،د هېواد په ضد د سازش کوونكو مخونه بې نقابه شوي ، ټول قام له د يووالي سره دا پیغام وركوو چې خپل شهيدان، اتلان او د هغوي كورنۍ به عمر له ياد ساتلې شي ۔ د دې خیالاتو اظهار ده د زيارت په ورځ د وفاقي کابینې خاص غونډه كښې وكړو۔ وزیراعظم ووئېل 9 مئي د پاکستان د تاریخ توره ورځ ده ۔په دې ورځ په دفاعی ادارو ، شهيدانو او د غازیانو په یادګارونو بريدونه شوي۔ وزیراعظم ووئېل د 9 مئي پیښې د ریاست، د پاکستان پوځ اود سر لښكر جنرل عاصم منیر په خلاف بغاوت ؤ ۔وزیراعظم ووئېل د پارلیمنټ هاوس په عمارت كښې د وفاقي کابینې خاص غونډې منعقد کولو مقصد دا دے چې ټول قام ته مونږ اووايو چې دا ایوان د قام ملکیت دے او ستاسو د حقونو د ترجمانۍ مرکز دے ۔ د پارلیمان د ودانۍ نه ټول قام ته د يووالي او اتحاد سره دا پیغام وركول غواړو چې مونږ به خپل شهيدان ، اتلان او د هغوي كورنۍ عمر له یاد ساتو او د دوي سره به د يووالي اظهار دغسې كوو۔ ده ووئېل نن به مونږ له د دې خبرې لوظ کول وي چې پاکستان به په ګډه بحرانونو نه اوباسوو ۔ وزیراعظم ووئېل مونږ له دا خبره په ذهن كښې ساتل پكار ده چې دغه بريدونه ولې وكړے شول ، په مئی 2023 كښې د پي ډي ایم حکومت د پاکستان دیوالیه كېدو نه د ساتلو هلې ځلې كولې ، كه يو ګوډاګے حکومت په آئیني ډول لرې كړے شوے نه ؤ نو شاید چې دغه بريدونه نه وو شوي ۔ ده ووئېل دوست او د ورونړو هېوادونو سره د پاکستان اړېكې د خرابۍ انتها ته رسولې شوې وې او د پي ډي ایم حکومت د دغې ښه كولو له شپه ورځ کوشونه كول ۔ ځكه دغه بريدونه وكړے شول چې دغه اړېكې بيا جوړې نشي ۔ ده ووئېل كه د پي ډي ایم حکومت د خانه کعبه ماډل لرونكې ګھړۍ ، سرو زرو او د ځمكو د اغستو خرڅولو او د کرپشن نوټس نه ؤ اغستلے نو په 9 مئي 2023 شاید جې بريدونه نه وو شوي ٬ كه د پي ډي ایم حکومت په مهمو عهدو د میرټ نه يو خوا تقررۍ كړې وې نو تو شاید چې دا بريدونه نه وو شوي ۔ ده ووئېل که چیف الیکشن کمشنر د فارن فنډنګ کیس نوټس نه ؤ اغستے او د سټیټ بینک سره ناقابل تردید شواهدو نه نظر اخوا كرے شوے ؤ نو شائد چې بريدونه نه وو شوي۔ وزیراعظم ووئېل كوم هم جمهوري او په آئین وقانون عمل كونكے هېواد د خپلو اتلانو او شهيدانو په اړه داسې رویي برداشت كولې نشي ۔ولې په امریکا او برطانیه كښې ورانكاروله سزاګانې نه دي وركړے شوي۔ وزیراعظم ووئېل د بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح ؒ په تاریخي هلو ځلو كښې كوم داسې مثال نه موندلې كېږي چرته چې بد زباني ، ردې بدې او دغسې ناوړه كارونه شوي وو۔ د قائداعظم قیادت او تحریک د دغې ټولو څيزونو نه بالا دے او دا ټول قام له يو مثال دے ۔ ده ووئېل زندانونه او زولنۍ برداشت کړے شوي خو د پاکستان تاریخ ګواہ دے چې د 9 مئي د پیښو نه سوا چې كله هم سیاستمدار د سختو حالاتو نه تېر شوي دوي د پاکستان کھپے چغه وهلې او د هېواد به ضد ئې كله خبره كول خو پرېده چې سوچ هم نه دے كړے ۔ وزیراعظم ووئېل د سائفر په اړه څه څه ونه وئېلې شول ، كله دغه د امریکې سازش وګرځولے شو او كله نه او كوم چې د پاکستان د اړېكو ځپلې كېدو موجب جوړ شو۔ وزیراعظم د 9 مئي د پیښو زړه ورانونكې مناظر ټول قام كتلي خو چا چې خپلې ډلې د وډیوز او ټیلي فون د لارې لمسولې ، اور ئې ورته كولو او د بغاوت ئې يو منظم پروګرام جوړ كړے ؤ هغوي نن دغه نه مني او په دروغو حقائق د مسخ کولو کوشش کوي خو رښتيا نشي پټولې ۔ ده ووئېل څنګه چې ډلو بريدونه وكړل دغه نشي برداشت كېدے ۔ وزیراعظم ووئېل په سوشل میډیا د بهر هېواد نه د فارن فنډنګ چې كومې كړۍ جوړېږي د دغې د لارې زهر لرونكې پراپیګنډا کولې شي۔ د هېواد دښمنه عناصر د همدردۍ په جامه كښې بد ترینه دښمني د هېواد سره كوي ۔ د هېواد معاشي شاہ رګ پرې كولو لپاره آئي ایم ایف ته خطونه ولېکلے شول۔ د آئي ایم ایف او ورلډ بینک سره مذاکرات كښې د خنډانو راپېدا كولو کوشش وكړے شو او د فارن فنډنګ د لارې د هېواد په ضد لابنګ وكړے شو ۔ خو اوس د هغوي مکروہ مخونه او کردارونه اولس ته ورمخې ته شوي۔ وزیراعظم ووئېل زما د سعودي عرب دورہ ډېره کامیابه وه ۔ څنګه چې مونږ په ګډه د 9 مئي سازش ناکام كړے دغسې به د پاکستان په خلاف بيا هم كېدونكې سازشونه ناکامه كوو ۔
متعلقہ مضامین
-
COVID-19 cases increasing in Pakistan again
-
PM Shehbaz calls his Afghan counterpart; assures support for quake victims
-
Karachi police chief suspends DSP over charges of corruption
-
Cobwebs of terrorism
-
Pakistan’s desire for peace not a sign of weakness: Shehbaz
-
Climate change affects practice of utilizing rain water in arid areas
-
PTI ready to discuss framework for next elections: Fawad
-
APHC AJK lauds British Kashmiri diaspora for highlighting Kashmir cause
-
Leading auto brands showcase their products at Pakistan Auto Show
-
KP passes supplementary budget of Rs234.98b for fiscal year 2021-22
-
PIA to start flights between Islamabad and Chengdu from July 6
-
Texas and Pakistan to forge closer economic ties