اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په هېواد كښې د تعليم ودې لپاره د تعليمي ايمرجنسي اعلان او د سکولونو نه بهر 2 كروړه 60 لكه كوچنيانو په سكولونو كښې اندراج لپاره د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د تعليم نه غېر يو قام پرمختګ نشي كولې٬ د پاكستان قام په عزم او حوصلې سره په هر ډول چېلنج د قابو موندلو صلاحيت لري، په هېواد كښې به د تعليم څانګې پخپله نګراني كوم٬ كه مونږ يو موټي كېدو كار وكړو نو پاكستان به په هره څانګه كښې خپل نوم پېدا كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د تعليم څانګې پحقله قامي كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل دا ډېر مهم كنفرنس دے٬ د تعليم نه غېر يو قام پرمختګ نشي كولې٬ د برتانيه پاکستان كښې د تعليم، فني او وظيفائي تعليم ودې لپاره مرسته د ستائنې وړ ده٬ د قائد اعظم هم فرمان دے چې تعليم زمونږ لپاره د مرګ او ژوند معامله ده، د هر قام پرمختګ تعليم سره تړلے دے٬ وزيراعظم ووئيل په كوچنيانو كښې غذائي كمے لويه مسئله ده ٬ په دې قابو موندلو ته اړتيا ده٬ ده ووئېل زمونږ دوه كروړه 60 كله هلكان او نجلۍ د سكولونو نه بهر دي٬ د تعليم ودې لپاره مالي وسائل لويه مسئله ده خو چې كله عزم كلك وي نو په هر چېلنج قابو موندلے كېدے شي، ده ووئېل پاکستان په چيلنجز قابو موندلو سره اتومي طاقت جوړ شوے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د اتيا زره وګړو قربانۍ وركړي او د ترهګرۍ خاتمې لپاره ئې وسائل وركړي، ده ووئېل د ترهګرۍ په ضد جنګ نه يواځې د پاكستان دننه بلكې په نړۍ كښې امن لپاره پېل كړے شوے، دا ھغه مثالونه دي چې ورسره زمونږ حوصله زياتېږي ٬ ده ووئېل كله چې عزم قوي وي نو تاسو په سختو او چېلنجونو قابو موندلو كښې كاميابېدې شۍ، د پاکستان قام د خپل عزم او حوصلې د لارې په هر ډول چېلنج د قابو موندلو صلاحيت لري۔ ده ووئيل كله چې زه د پنجاب وزيراعليٰ ووم نو مونږ د كال 2008 نه تر 2018 په سكولونو كښې د ماشومانو داخله لوړې كچې ته رسول باري كړې وه ، د سوئيلي پنجاب زده كوٶنكو انجونو ته د تعليم سره زر وركولو لپاره مونږ زېور تعليم پروګرام پېل كړے ؤ چې له مخې ئې ماشومانو لپاره تعليمي وظيفي او د يونيفارم بندوبست شوے ؤ ٬ د دغې پروپګرام په سبب 90 زره زده كوٶنكې په سكولونو كښې داخلې شوې وو ٬ ده ووئېل په ماشومانو مشقت كوونكو مور او پلار سره مو مالي مرسته كړې وه ٬ په پنجاب كښې د برتانيه حكومت په مرسته پنجاب ټيکنيکل ووکيشنل کمپني جوړه كړې شوې د كومې پېل چې د سوئيلي پنجاب څخه د كولو نه وروستو دغه دائره تر ټولې صوبې غزولې شوې چرته چې د زرګونو په شمېر ځوانانو ته فني او وظيفائي تعليم باوري كړے شوې۔ وزيراعظم ووئيل د سکول نه بهر ماشومانو ته د تعليم وركولو چېلنج سخت دے خو ناممكن نه دے، زه به خپله په هېواد كښې د تعليم د څانګې نګراني كوم او دا دوه كروړه 60 لكه ماشومان به ډېر زر په سكولونو كښې داخل شي، دې لپاره ګرد هېواد كښې تعليمي اېمرجنسي اعلانوم٬ ده ووئېل زه به څلورو واړو صوبائي اعلٰې وزيرانو سره خپله ملاقات كوم٬ تعليم زمونږ د كوچنيانو او د سباٶن معامله ده٬ د تعليم نه غېر پرمختګ او د خوشحالۍ مقصد نشي ترلاسه كېدے٬ تعليم د كردار سازۍ نه علاوه زراعت، صنعت او د نورو څانګو مخ په وړاندې بوتللو لاره ده٬ ده ووئېل د پاكستان ټولنه به ډېره زر لوستې ټولنه جوړه شي۔ وزيراعطم شهباز شريف ووئيل كه مونږ يو موټي كېدو سره كار وكړو نو پاكستان به په هره څانګه كښې خپل نوم پېدا كړي۔ كنفرنس ته د تعليم وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي٬ پاکستان كښې د يونيسېف نمائنده عبدالله اے فاضل٬ پاکستان كښې د برتانيه هائي کمشنرې جېن ميريټ او د نړيوال بېنك نائب صدر مارټن ريزر هم وېنا وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Recognising Imran’s hypocritical face, masses have rejected protest call: Marriyum
-
Pakistan faces fresh inflows of Afghan asylum seekers
-
US dollar smashes Pakistan rupee with a historic mark
-
Mazari tenders ‘apology’ over remarks; IHC dismisses case
-
ECP reserves decision in PTI funding case
-
COAS discusses cooperation with Italian defence chief
-
Flash floods and landslides as heavy rains, snowfall lash IIOKJ
-
Home built, influence-free economic model only solution to combat economic challenges: Sherry
-
COAS National Inter-Club Hockey Championship 2022 from Jul 14
-
Pakistan wants good relations with its neighboring countries: PM Shehbaz
-
Pakistan believes in peaceful co-existence: PM
-
Pak, Saudi Arabia vast avenues to promote bilateral businesses: SACM Sindh