اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) نګران وزیرِ اعظم انوار الحق کاکړ کراچي الېکټرك ته د پېښو مسئلو په ترجیحی بنیادونو د حل كولو سپارښتنه كولو سره وئيلي چې نګران حکومت په خپله لنډه موده كښې معاشی استحکام لپاره يو شمېر پخوانۍ مسئلې حل كړې دي، هېواد كښې بهرنۍ سرمایه كارۍ لپاره نړيوالو سرمایه كارو او كاروباري ورورولۍ له ټولې آسانۍ برابرولو ته خاص پام ګرځولے شوے دے۔ جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده کراچي الېکټرك سره د اړوندو بېلو چارو د جاج اغستو غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د توان وفاقی وزیرِ محمد علی، اړوندو اعلیٰ چارواكو او د کے الیکټرك چیف ایګزیکټو آفیسر ګډون وكړو۔ د کراچي الیکټرك پلاوي د کراچي الیکټرك پخوانۍ مسئلې په حل كولو د وزیر اعظم او د هغه د ډلي مننه وكړه۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې کراچي الیکټرك ته پېښې پاتې مسئلې به هم په ترجیحی بنیادونو حل كړې شي۔ده ووئيل نګران حکومت په خپله لنډه موده كښې هېواد معاشی استحکام پلو روانولو لپاره پخوانۍ مسئلې حل كړې دي۔ده ووئيل هېواد كښې بهرنۍ سرمایه كارۍ لپاره نړيوالو سرمایه كارو او كاروباري ورورولۍ له ټولې ممكنه آسانۍ برابرولو ته خاص پام ګرځولے شوے دے۔ ده وئيل نګران حکومت به تر وروستۍ ورځې د هېواد معیشت ته د پېښو مسئلو حل كولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ وزیرِاعظم تېره ورځ د نېشنل ټرانسمیشن او ډسټری بیوشن کمپنی (این ټی ډی سی) او کراچي الیکټرك (کے۔ای) ترمينځه د انټرکنکشن په لوظنامه لاس ليك خوشبينه وګرځولو۔ د کراچي الیکټرك سی ای او د حکومت د اړخه کمپنۍ ته د پېښو مسئلو په ترجیحی بنیادونو حل كولو نګران وزیرِ اعظم او حکومتی اهلکارو ته پيرزوئنې ډالۍ كړې۔ وزیرِ اعظم ووئيل پاتې مسئلې حل كولو سره حکومت د کراچۍ وګړو ته له كوم تعطل پرته د برېښنا وركولو لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو ته چمتو دے۔ غونډې ته د کراچي الېکټرك مسئلو او د هغې حل كولو لپاره تجاویز وړاندې كړې شول۔ وزیرِ اعظم سپارښتنه وكړه چې نېپرا او کراچي الېکټرك دې په ترجیحی بنیادونو په ګډه د دې مسئلو حل ولټوي او په دې لړ كښې دې زر تر زره رپورټ وړاندې كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Inferno at superstore in Karachi leaves one dead
-
Sheikh Rashid slams govt over hike in oil price
-
PM’s Turkey visit to attract Turkish investment in energy sector: Khurram Dastgir
-
Imran calls countrywide protest against oil price hike
-
IHC dismisses contempt of court plea against PM Shehbaz, others
-
CJP Bandial advises attorney-general to carefully evaluate chairman NAB
-
Pakistan armed forces guarantors of peace, security: PM
-
PM vows short-term steps to cut inflation, poverty ahead of polls
-
KWSB partakes fire extinguishing operations at two spots
-
Police asked to complete investigation into lawyer’s attack case
-
Patel to inaugurate immunization drive tomorrow
-
‘Protection of human rights cornerstone of domestic policy’