لاهور 16 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې سوداګري ورورولۍ له آسان، آرزان او سمدستي انصاف وركولو كښې د وفاقی انشورنس محتسب کردار د ستائنې وړ دې،بايد هغوې په خپلو پريكړو په تندۍ سره عملدرآمد وكړي دغسې چې سائلینو ته د دې نيغ په نيغه ګټه ورسي،د انشورنس کمپنیو مالکان دې هم اولس له ښه پراډکټس وركړې دغسې چې د وګړو باور زيات شي۔د دې خیالاتو خرګندونه ده د خالي په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د ”کاروبار استحکام كښې د انشورنس محتسب کردار” په سرخط سیمینار ته وينا كوله۔په دې موقع وفاقی انشورنس محتسب ډاکټر خاور جمیل، ایف پی سی سی آئی نائب صدر رفعت ملك، ډاکټر آصف محمود جاه پشمول کاروباری كسان ګڼ شمير كښې موجود وو۔ سیمینار ته په خپله وينا كښې صدر مملکت ډاکټر عارف علوی ووئيل د انسانی همدردۍ په اړه د محتسب کردار لوئ اهمیت لري،د انشورنس کار د نوې نسلونو باور جوړولو لپاره لیول پلیئنګ فیلډ وركول دي،د محتسب د کردار اهمیت ترمخه په دې اړه بشپړه خبرتيا پيدا كولو ته اړتيا ده دغسې چې زيات وګړي دې څخه استفاده وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
Over 8.315m people vaccinated in Faisalabad
-
Police protector of freedom of citizens: CCPO
-
New government to actively engage China in CPEC: Ahsan Iqbal
-
Dadayal rape-cum-murder culprit given death
-
Shahbaz Sharif to take country out of crises: Abbasi
-
SC seeks details of donor funds received by KP govt for 2005 earthquake
-
Six killed in blasts at Shia school in Afghan capital
-
Pakistan to host Asian Shotgun Cup 2023
-
Eid shopping gained momentum in Sukkur
-
Meeting with US officials- a conspiracy or interference, Imran tells nation: Sana Ullah
-
Arrangements finalized for Youm-e-Ali (RA)
-
IHC fixes PTI’s appeal in foreign funding case for hearing