اسلام آباد 25 اګست(اے پی پی)لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي چې كراچي د پاكستان د صنعتي او تجارتي هلو ځلو مركز دې او د پاكستان معاشي پرمختګ كښې كراچۍ زيات اهميت لري۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د كراچۍ ميئر مرتضٰی وهاب ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د كراچۍ ميئر وزيراعظم ته د كراچۍ انتظاميې چارو په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ووئيل چې كراچي د پاكستان د صنعتي او تجارتي هلو ځلو مركز دې او د پاكستان معاشي پرمختګ كښې كراچۍ خصوصي اهميت لري٬ د كراچۍ مسئلو تلپاتي حل لپاره به وفاقي او صوبائي حكومتونه د كراچۍ بلديې بشپړه مرسته كوي۔ده ووئيل چې د لنډ مهاله وزيراعظم په توګه زما وړومبۍ سركاري دوره د كراچۍ وه او د دې دورې په مهال د كراچۍ صنعتي او سوداګرې ورورولۍ سره ملاقات او هغوي ته آسانۍ وركولو لپاره اړوند چارواكو ته هدايات جاري كول زما وړومبې ترجيح وه۔
متعلقہ مضامین
-
Current Account Deficit declines sharply in February
-
Excise dept issues final notice to PESCO to pay property tax dues
-
Dog Marshal of Haripur win Dog Race in Chinar Sports Festival
-
Digital marketing training held
-
One in four Pakistanis is diabetic, says expert
-
Islamophobia increasing in the world: OIC
-
PRCS-KP launches relief operations in Chitral
-
Man shot dead by unidentified outlaws
-
Pakistan’s white-ball players, expected to enter bio-secure bubble today
-
Pakistan, Saudi Arabia agree to strengthen cooperation
-
CJP to head larger bench on presidential reference, SCBA plea
-
Pakistan Day celebrated with national spirit, great fervor in China