کراچۍ ۔23 اګست(اے پی پی) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې پاك پوځ٬ ضلعي انتظاميې او ځايي وګړو په ګډه په چيئر لفټ كښې نښتې ماشومان رېسكيو كړي، په كوم هم ناڅاپي صورتحال قابو موندلو له به د ادارو د كار استعداد سوا كول وي٬ هېواد څخه به د انتها خوښۍ او ترهګرۍ نوغې ويستلې شي ٬ مونږ به د خپلو شهيدانو قربانۍ كله هېرې نه كړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ پاك پوځ٬ ضلعي انتظاميې او ځايي وګړو په ګډه په چيئر لفټ كښې نښتې ماشومان رېسكيو كړل٬ د سكول ماشومانو چې د كومې زړه ورتيا څرګندونه كړی هغه د ستائنې وړ ده٬ د بټګرام چيئرلفټ آپرېشن په كاميابۍ راته ډېره خوشحالي شوې۔ ده ووئيل د اېن ډي اې اے پي ډي اېم اے د كار استعداد به لا سوا كول وي۔ ده ووئيل د پاك پوځ رېسكيو آپرېشن زمونږ سترګې پورته كړې دي٬ د دې كوچنيانو رېسكيو كول اصل مسئله وه ، په سوشل ميډيا دې ته د غلط رنګ وركولو هڅه وكړې شوه۔ ده ووئيل تېره ورځ د پاك پوځ ځوانان شهيدان شول٬ جنګونه وګړي نه پوځ كوي۔ پاكستان به كله هم د ترهګرۍ ٬ انتها خوښۍ او عدم برداشت په ضد ماتې نه خوري٬ مونږ به په هر صورت ددې مقابله كوؤ۔ ده ووئيل مونږ ټېكس محصولاتو څخه پېسه جمع كوؤ او د دې د لارې نظام چلوؤ۔ مونږ دا جنګ خېراتي نه كوؤ ٬ په سوئيلي وزيرستان ٬ كنټرول لائن او يا بل كوم ځايې كښې پاك پوځ او د پوليس په شمول د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكار يوازې تنخا لپاره كار نه كوي بلكې دوئي ته عزت او درناوې هم وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ ځانمرګې بريدونه ويرولې نه شي۔ ده وويل په بلوچستان ٬ وزيرستان يا د هېواد په كومه بله سيمه كښې د ځان قربانۍ وركوؤنكو سره پاك پروردګار د لويے اجر وعده كړې ده۔ ده د علماﺀ كرامو نه پوښتنه وكړه چې كوم هم پېغمبر كله د ځان مرګي بريد په څير كار كړے دے؟ د دې بې لارې شويو په ضد به جنګ روان وي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې دوئي ته د نېغې لارې هدايت وكړي۔ او كه داسې نه وي نو بيا به د دوئي په ضد د هېواد د قانون لمخې كارروائي كولې شي۔ په دې موقعه د سندھ ګورنر كامران ټېسوري او وفاقي وزير مرتضیٰ سولنګی هم موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
President seeks media, ulema’s role on family planning
-
PPP wants ISI to probe Aseefa ‘drone attack’
-
Woman commits suicide
-
PM urges expats to invest in CBD, RUDA projects
-
Nation should observe “Youm-e-Tashakur” for UN’s designation of March 15: Murad Saeed
-
Court adjourns Ramzan Sugar Mills case hearing till April 2
-
PTI issues show-cause notices to 13 disgruntled lawmakers
-
CM allocates Rs. 8b for Ramazan package
-
SED to get tax free-status under Gwadar Master Plan
-
OIC FMs to discuss Palestine and Kashmir issues at moot
-
Delegations of Lebanon, Sweden arrive to attend OIC moot
-
IsDB Group approves $14.5 bn for projects in Pakistan