اسلام آباد۔29 اګست(اے پی پی) اسلام آباد هائيكورټ په توشه خانه كېس كښې د پاكستان تحريك انصاف د چيئرمېن سزا معطل كولو خواست منظور كړے دے۔ د ګل په ورځ د اسلام آباد هائيكورټ چيف جسټس عامر فاروق په زباني توګه لنډه پرېكړه واروله او په توشه خانه كېس كښې د پي ټي آئي چيئرمېن د سزا معطل كولو خواست منظوري وركولو سره يۍ سزا معطل كړه۔ عدالت پخواني وزيراعظم ته د يو لك روپو مچلكو جمع كولو امر وكړو۔ عدالت په لنډه پرېكړه كښې د پي ټي آئي د چيئرمېن سزا معطل كولو سره د هغه د خوشې كولو امر وكړو۔ عدالت د پي ټي آئي وكيلانو ته ووئيل چې په تحريري پرېكړه كښې به د سزا د معطل كولو علت بيان كړې شي او تحريري پرېكړه به جاري كړې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې د روانې مياشتې په 5 مه نېټه سېشن كورټ په توشه خانه كېس كښې د پي ټي آئي چيئرمېن ته د درې كاله زندان او يو لك روپو جرمانې سزا اورولې وه۔
متعلقہ مضامین
-
PM orders review of 0.238m PCP complaints
-
Water supply, drainage issues being resolved in Karachi
-
Residents of twin cities flout ban on kite flying
-
Cold, partly cloudy weather likely in most parts of KP: Met office
-
10 children hurt as roof of school caves in
-
Journalist Mohsin Baig arrested from Islamabad
-
PFA seized 1400 liter adulterated milk
-
Senate passed resolution for women empowerment
-
Zahid to miss Test team training camp due to PSL 7
-
Light rain likely in Punjab, KP, GB and Kashmir
-
Covid-19 PCR test rate fixed at Rs4,500
-
Progress on beautification project of Shaheed Benazirabad reviewed