جنيوا 13 جولائي (اے پي پي) پاکستان د او آئي سي نمائندګي كولو سره په لويديز هېوادونو تور لګولو سره وئيلي دي چې لوېدېز هېوادونه د مذهبي منافرت لاره نيولو لپاره يوازې د بيان بازۍ نه كار اخلي۔ په جنيوا ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان مستقل استازي خليل هاشمي د 47 كسيزه كونسل غونډې نه پس ووئيل چې په غونډه كښې د قرارداد مخالفت د ھغه هېوادونو لخوا شوې كوم چې د قرآن پاك يا د كوم بل مذهبي كتاب د سرعام بې حرمتۍ په غندنه كولو اماده نه دي٬ امريکې، اروپائي ائتلاف او برتانيې د قرار داد مخالفت كولو سره وئيلي دي چې مونږ د بشري حقونو او د آزادۍ د اظهار پحقله د وړاندې كړې شوې قرارداد په نقطه نظر اختلاف لرو٬ د او آئي سي لخوا د غبرګون څرګندونه كولو سره د پاكستان سفير خليل هاشمي ووئيل د قرارداد مخالفت كوٶنكو كښې د سياسي، قانوني او اخلاقي جرات کمې دے او كونسل دوي څخه هم د دې رويې توقع لرله۔ ده ووئيل د قرارداد په ضد ووټ كوٶنكي هېوادونو مسلمانانو او د نورو مذهبونو خلقو ته دا پېغام وركړے دے چې د مذهبي منافرت لاره نيولو لپاره زمونږ عزم يوازې تر بيان بازۍ محدود دے٬ كومو هېوادونو چې د قرارداد په حق كښې ووټ وركړې په ھغي كښې الجيريا، ارجنټائن ، بنګله دېش، بوليويا، کېمرون، چين، آئيوري کوسټ، کيوبا، اريټيريا، ګبون، ګيمبيا، هند، قزاخستان، کرغزستان، ملاوي، ماليزيا، مالديپ، مراکش، پاکستان، قطر، سينيګال، صوماليه، سوئيلي افريقه، سوډان، يوکرين، متحده عرب امارات، ازبکستان او ويتنام شامل دي او د قرارداد په ضد ووټ كوٶنكو كښې بيلجيم، کوسټاريکا، جمهوريه چېك، فن لينډ، فرانس، المان، لتھوانيا، لکسمبرګ، مونټي نيګرو، رومانيه، برتانيه او امريکا شامل دي
متعلقہ مضامین
-
IPDS and Viivbook open Chinese language centers
-
PML-N govt increased growth rate artificially: Farrukh
-
‘Minus Niazi’ formula on the cards: Hamza
-
UN Security Council condemns ‘terrorist’ attacks on UAE by Yemen’s Huthis
-
PML-N govt increased growth rate artificially: Farrukh
-
CM performs balloting of affordable housing project
-
Punjab CS visits Murree to review arrangements
-
PTI govt determined to serve people of AJK: AJK PM
-
“Ehsaas Taleemi Wazaif app” to be launched on Monday
-
Education Parliamentary Caucus formed to address education sector issues
-
AJK PM seeks report on closure of highways
-
Maryam must submit money trail first: govt