اسلام آباد۔31جنوری(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبد الشكور وئيلي دي اسلامي تعليمات او د پاكستان آئين د ھر ډول مذهبي آزادۍ ضمانت وركوي٬ ټولنه تقسيم څخه بچ كولو له به مونږ له د ټولو مذهبونو احترام كول وي او هم دې سره د انتها خوښۍ رويو مخنيوې هم كېدے شي٬ د حج مصاريف كمولو او حج كوؤنكو ته زياته آساني وركول زمونږ د وزارت اولنۍ ترجيح ده٬ ایئرلائنز سره حج پېكج حتمي كېدو سره به د حج 2023 پالېسي اعلان كړې شي۔ د نهې په ورځ د مذهبي چارو وزارت ترسېوري لاندې په جبري توګه د مذهب بدلولو په سرخط يو ورځني سيمينار ته خطاب او وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان آئين په مذهبي آزادۍ باور لري۔ ده ووئيل د رائے د اظهار آزادۍ حق هر چا ته ترلاسه دے۔ ده په دستوره كښې په ګډون كوؤنكو زور راوړو چې ټول بايد د يو بل د مذهب احترام وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د حج تياريانې روانې دي۔ ده ووئيل د حج مصاريف كمولو او حج كوؤنكو ته زياته آساني وركول زمونږ د وزارت اولنۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې هم مونږ د حج عمل آسانولو له په زړه پورې كردار ترسره كړے دے
متعلقہ مضامین
-
Reference against ex-PM Abbasi adjourned till Nov 23
-
IIOJK people urged for funeral in absentia for martyred
-
IRD Conference: Speakers call for promoting CPEC as a national project
-
Opposition’s tactics against govt failed : Hammad Azhar
-
Parliament approves bill regarding castration of rapists
-
Social Welfare Department to open another ‘Panahgah’ at Nishtar hospital
-
IPEMC to play vital role for tackling Covid impacts: Shafqat
-
Covid-19 national positivity ratio shows slight resurge
-
MoU next week for export of onion to China
-
Unsung heroes of Matiari-Lahore HVDC project boost friendship
-
Fawad stresses joints efforts to counter fake news, hate content
-
Senate clears journalists protection, NAB bills