اسلام آباد16جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله خان د سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن پخواني صدر عبدالطيف آفريدي د وژنې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي خېبر پښتونخوا لاقونيت سره مخ ده، د امن او امان صورتحال خطرناك دے، كه د خېبر پښتونخوا حكومت د سياسي ورانې او جوړې په ځاے امن او امان ته پام كړے ؤ نو دا صوررتحال به نه ؤ . د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د عبدالطيف لالا د قتل چې څومره غندنه وشي لږ ده. د پېښور هائي كورټ په بار كښې دننه د دې پېښې رامېنځ ته كېدل د امن او امان د سنګينۍ ثبوت دے. ده ووئيل جرم كوونكو ته دې د قانون له مخې سخته سزا وركړې شي. په يوه ورځ په پېنډې او پېښور كښې دوه وكيلان په نخښه كړې شوي، دواړه ځاے د پي ټي آئي حكومت دے. ده ووئيل وفاقي حكومت خېبر پښتونخوا او پنجاب دواړو ته د امن او امان صورتحال ښه كولو لپاره وړاندې څو ځله وئيلي دي. ده ووئيل عبدالطيف لالا د آئين ، جمهوريت او د مظلومو انسانانو وكيل ؤ ، په بهادرې او جرات رښتيا وئيل د هغه تعارف ؤ . الله تعالٰی دې ارواښاد ته درجې وركړي او د هغه كورنۍ له دې د زغم توفيق وركړي. آمين
متعلقہ مضامین
-
EVMs to lay foundation of transparent elections: Farrukh
-
AJK PM urges world to end silence over plight of innocent Kashmiris
-
FM welcomes Sikh pilgrims arriving in to mark Guru Nanak’s birth celebrations
-
Joint session: opposition tramples parliamentary norms underfoot
-
WorldCall signs MoU with Akhuwat Foundation for setting up state of the art Blockchain Centre of Excellence
-
Rupee drops to Rs175.05 against dollar
-
Shafqat lays foundation stone of NCA graduate block
-
Holy Quran teaching at school level a key achievement
-
Health cards provision in Punjab maximum by Jan 1: Dr Yasmin
-
PPP enforcing civil dictatorship in Sindh: Haleem
-
No new taxes in upcoming mini-budget, assures Tarin
-
Malala Yousafzai officially graduates from Oxford University