اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې په پاكستان كښې د كوټلي او فعاله آئي ټي ماحول جوړولو لپاره وفاقي او په صوبائي كچه عزم ته اړتيا ده٬حكومت د هېواد د ټول تعليمي نظام جائزه اخستلو ته پام كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د چيف ايګزېكټو آفيسر يانسي سپرول په مشرۍ كښې د آئي ټي كمپنۍ ډيجيټل اوشن پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې۔په دې موقع صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې د پاكستان ډيجيټل ټرانسفارمېشن ټېكنالوجي پرمختګ او نمو لپاره سازګار ماحول پېدا كولو ته خاص پام لرنه كوي٬وژن كښې د آئي ټي په څانګه كښې غېرملكي سرمايه كار رابلل٬سرمايه كارو له آسانۍ وركول او د ځوانانو ډاډګيرنه شامل ده۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې د كوټلي او فعال آئي ټي ماحول جوړولو لپاره وفاقي او په صوبائي كچو عزم ته اړتيا ده٬په صحيح وخت ښه پريكړې كول او پالېسۍ او پريكړی د ټائم لائن په بنياد د نافذولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل چې د ځوانانو ډاډګيرنه او د سرمايه كارۍ ماحول ښه جوړولو ضرورت دې۔ځوانانو ته معياري آئي ټي مهارتونه وركولو سره د پاكستان د آئي ټي برآمدات ښه جوړیدې شي٬زمونږ د ځوانانو لويه شمېره د وړاندې نه د آئي ټي څانګې پرمختګ لپاره خپل كردار ادا كوي۔صدر مملكت ووئيل چې بيورو كريسي دې د سرمايه كارو مرسته وكړي٬خپلې دروازې دې پرانستې وساتي٬د سرمايه كارو دې هركلې وكړي۔ده ووئيل چې حكومت دې د هېواد ټول تعليمي نظام جاج اخستلو ته پام لرنه وكړي۔صدر مملكت په 350 ملين ډالر كښې يو پاكستاني آئي ټي كمپنۍ ترلاسه كولو سره په پاكستان كښې په سرمايه كارۍ كولو كمپڼي ستائېلې۔ده ووئيل چې ډيجيټل اوشن له ځوانانو ته د اعلٰی تعليم تربيه وركولو لپاره اقدامات كول پكار دي۔د ډيجيټل اوشن سي اي او يانسي سپرول صدر ته د ډيجيټل اوشن٬د پرمختګ حكمت عملۍ٬د سباؤن سرمايه كارۍ او په كراچۍ كښې كاروباري حجم په درې چنده كولو نه خبر كړو۔پلاوي په خاص توګه د پام كولو مستحق سماجي اثرات په څانګو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Petrol, diesel prices lowest in Pakistan
-
Opposition protest in Parliament against inflation
-
Sugar sale at high rates not to go unpunished: Buzdar
-
ECP’s report on Daska by-poll being ‘distorted’
-
Balochistan cabinet expected to take oath today
-
Opposition mulls joint strategy against PTI govt
-
Govt decides to bring entire sugar stock in market for sale
-
IHC grants 15 day protective bail to Asif Zardari
-
Somalian envoy commends PAF’s professionalism
-
British diplomat supports Pakistan team against Australia
-
Reference against Dar adjourned till Nov 24
-
World lone Gandhara Art Museum reopens for public, tourists