اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خپل لوظ پوره كولو د عزم پخلې كولو سره وئيلي چې د خادمِ پاکستان په حيص تر آخري سېلاب ځپلي بحالۍ به آرام سره نه كېښنو،راروانه مياشت جنيوا كښې د سېلاب ځپليو غږ به يو ځل بيا ټولي نړۍ ته رسولې شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيرِ اعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې راروانه مياشت جنيوا كښې كيدونكي’’ ريزيليئنټ پاکستان‘‘ کنفرنس په اړه د جاج اخستلو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، سردار اياز صادق، احسن اقبال، شيري رحمن، مرېم اونګزيب، وزيرِ مملکت حنا رباني کھر، خاص مرستيالو سيد طارق فاطمي، جهانزيب خان، سيد فهد حسين او اړونو چارواكو ګډون وكړو۔غونډي ته په جنيوا كښې كيدونكي کنفرنس په اړه تجاويز او تفصيلي تګلاري مسوده وړاندې كړې شوه۔غونډي ته ووئيل شول چې کنفرنس كښې د ملګرو هېوادونو سره سره ډويلپمنټ پارټنرز او د نړيوالو مالياتي ادارو شرکت هم متوقع دې۔غونډي ته په خپله وينا كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل پاکستان كښې د موسمي بدلون په وجه سږ كال ګڼ كسان مړه شوي او د اربونو ډالره زيان شوې،د سېلاب ځپليو بحالي او تباه شوې انفراسټرکچر تعمير د پاکستان په شان پرمختګ كونكي هېواد لپاره يو لوئ چيلنج دې۔ده ووئيل زه د خپل لوظ له مخې د خادمِ پاکستان په حيث تر آخري سېلاب ځپليو بحالۍ به آرام سره نه كېښنم،راروانه مياشت جنيوا كښې د سېلاب ځپليو غږ به يو ځل بيا ټولي نړۍ ته رسولې شي۔وزيرِ اعظم د کنفرنس تګلارې له په ترجيحي بنيادونو حتمي شکل وركولو سپارښتنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
UMT ranked among top 500 universities
-
Opposition parties misleading nation by giving fake information on petroleum products: Hassan Khawar
-
AJK president briefs PM on his foreign visits to highlight Kashmir cause
-
CTD arrests four terrorists of BLA, TTP in Karachi raid
-
PM stresses importance of morality for a nation’s success
-
Pakistan, Korea possess great potential in tourism, agriculture and trade sectors: Korean Ambassador
-
Education system in Sindh paralyzed: Haleem
-
Afghan FM to arrive in Pakistan today
-
‘There are no holy cows in Pakistan, I believe in rule of law’ PM Imran Khan tells Supreme Court
-
Fawad, Rasheed praise PM for appearing in court
-
Pakistan Boulevard inaugurated in Izmir, Turkey
-
COVID-19: Pakistan records 8 deaths, 554 new cases in a day