سیالکوټ۔22اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي هېواد كښې به ټول ټاكنې په ټاكلي وخت كېږي٬ نوے ارمي چيف به د آئين او قانون له مخې ټاكلے شي٬ د پاك پروردګار په فضل فيټف څخه د پاكستان نامه وتلې ده كومه چې يوه خوشبينه خبره ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په سيالكوټ كښې په خپله دېره كښې يو خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د حكومت او پي ټي آئي ترمينځه نه كوم مذاكرات روان دي او نه كومې بېك ډور رابطې شته٬ دا صرف ډنډورې دي۔ ده ووئيل څلور مياشتې وړاندې وزيراعظم شهباز شريف توشه خانې سره اړونده يوه كمېټي جوړه كړی وه د كومې ذمه واري چې ماته سپارلې شوې وه۔ په كمېټۍ كښې نور وزيران هم شامل وو۔ كمېټۍ خپل سفارشات وزيراعظم ته ولېږل چې له مخې يۍ په توشه خانه كښې موجود ډالۍ د رياست ملكيت وي كومې چې كوم هم حكومتي استازې اخستې نه شي۔ ده ووئيل وزيراعظم توشه خانې څخه د ډالو اخستو دروازه بنده كړې ده۔ ده ووئيل د پي ټي آئي او عمران خان د حقيقي آزادۍ او امپورټډ حكومت بيانيه پاكستاني اولس مسترد كړې ده او اوس د دوئي خپل صفونه ماتېدل پېل شوي دي۔ ده ووئيل د پنجاب اعلی وزير دې چرته نه ځي ولې چې د پنجاب سلسله زياته روانه پاتې كېدونكې نه ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عمران خان او شېخ رشيد دې د لانګ مارچ خپل شوق پوره كړي خو دا خبره بايد ياده وساتلې شي چې د انتشار خپرولو اجازه به چاته وركولې نه شي او په هر حال كښې به د قانون سرلوړي باوري كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نواز شريف زمونږ لارښود دے هغه درې وارې د پاكستان وزيراعظم پاتے شوے دے ډېر زر به كه لويے څښتن ته منظور وي خپل هېواد ته راشي۔
متعلقہ مضامین
-
Historical gardens of Mughal era to become a tourist hotspot
-
Money laundering case against Shahbaz differs from NCA case
-
CPEC’s KKH phase-II wins ENR’s best bridge award
-
A former grade-20 officer of Balochistan govt abducted in Karachi
-
APHC denounces use of force by India to suppress Kashmiris
-
French TV channel report exposes Indian fake news against Pakistan: Fawad
-
Proposed US bill an attempt to ‘pass the buck’: Pakistan
-
PM condoles death of Mir Shakil’s mother
-
Four trucks carrying humanitarian aid reach Afghanistan
-
Economic empowerment is key to women empowerment: YGLs
-
Economic empowerment key to women empowerment: YGLs
-
LHC disposes of all petitions against fixing sugar prices