جعفر آباد 28 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اتوار په ورځ د بلوچستان صوبې په جعفرآباد ضلع كښې د سېلاب ځپليو پوښتنې او د رېليف و بحالۍ كارونو جاج اخستلو لپاره ځپلې كلي حاجي الله دينو ته لاړو۔ په دې موقع د بلوچستان چيف سېكرټري عبدالعزيز عقيلي وزيراعظم ته د مرستې او د تباه شوي انفراسټركچر د بحالۍ په اړه په روانو هڅو بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان صوبې د جعفر آباد ضلعې حاجي الله دينو كلي كښې د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره د جوړ كړې شوې رېليف او مېډيكل كېمپ دوره هم وكړه۔ ده د جعفر آباد ضلعې او خوا و شا سېلاب ځپليو سيمو فضائي جاج هم واخستو. وزيراعظم سېلاب ځپليو ته د مرستې څيزونو وركولو په عملياتو كښې هم برخه واخسته۔ وزيراعظم د مرستې كارونو جاج واخستو او د سېلاب ځپليو خېريت معلومولو لپاره ئې هغوي سره هم خبرې وكړې۔
متعلقہ مضامین
-
PM Khan inaugurates farmers convention in GB
-
Probe points to Indian involvement in Lahore blast: NSA
-
22nd martyrdom anniversary of Capt Karnal Sher Khan
-
Churna Island’s status as MPA to help contain ecological degradation
-
NARA to issue identity cards to immigrants
-
Brothers who thrashed sister over property share sent on judicial remand
-
PIA special plane transports two million doses of Sinovac vaccine to Pakistan
-
Pakistan-Bangladesh business forum in the offing
-
PCB in close contact with ECB for the safety of players
-
Court extends interim bail of Mufti Aziz-ur-Rehman’s sons till 7th
-
Matric exam, math paper leaks in Karachi
-
Balochistan’s stability and prosperity foundation of Pakistan’s growth: COAS