اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قريشي سره د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په مقبوضه كشمير كښې د هند په زياتېدونكي جارحيت او په منطقه كښې د امن او امان په صورتحال خبرې وشوې۔ په خارجه وزارت كښې د شوي ملاقات په مهال خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې په بې ګناه كشميريانو د هند لخوا د ممنوعه وسلې استعمال د نړيوالو قوانينو څرګنده خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل چې د كشمير مسئله د سوئيلي آسيا د امن په لار كښې بنيادي خنډ دے۔ ده ووئيل چې د كشمير په مسئله نه هند ثالثې مني او نه دوه اړخيزه مذاكراتو ته كښېني۔ مقبوضه كشمير ته د هند لخوا د 28 زره نور ځواك په لېږلو او د غېر ملكي سېلګرو په ويستلو اندېښنه لرو۔ ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د طاقت بې درېغه استعمال د افسوس وړ دے۔
متعلقہ مضامین
-
IMARAT Group wins third presidential award
-
Sanjrani calls for collective efforts to counter scourge of Islamophobia
-
Kaira backs Mazari’s ruling in Punjab CM election
-
AJK’s development hinges on tourism: AJK PM
-
Ruling coalition wants SC full bench to hear case
-
Foolproof security arrangements being ensured at churches
-
‘Trustee CM’ unveils 63-member cabinet
-
President offers online education to Afghan students
-
‘Those who can’t be bribed must then be eliminated’
-
Pakistan records sharp drop in coronavirus infections
-
SC rejects MQM-P’s plea to stop Sindh LG elections
-
Asian economies need interest rate hike to cool inflation: IMF