اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي زمونږ د امن خوښي دې كمزوری اونه ګڼلې شي، د كشمیریانو وروڼو سره ولاړ يو، د كشمیر مسئله به په هر فورم پورته كولې شي، وزیراعظم عمران خان د امریكې اولس مشر سره د كشمیر په مسئله خبره كړې او د خپل مؤقف څخه ئې خبر كړې، د آزادۍ هلو ځلو او سردار ابراهیم كاز مرسته كوو۔ دې د شورو په ورځ د آزاد كشمیر بانی صدر سردار محمد ابراهیم 16مې كليزې دستورې ته خطاب كولو۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل څوك چې د څه خاص مقصد لپاره ژوند كوي او بيا هغه د دې دنيا نه لاړ شي نو د وګړو په زړونو كښې عمر له ژوندې وي، دې ووئېل د كشمیر سره د اټوټ انګ خپلولي قوي كول زمونږ د ټولو ذمه واری ده، د سردار ابراهیم د كشمیر په اړه خذمات به عمر له ياد ساتلې شي۔ دې ووئيل هند د نړيوال قیادت ګمراه كولو لپاره كشمیریان د ترهه ګر په توګه وړاندې كوي، زمونږ د ټولو للارښود عمران خان د سردار ابراهیم پیغام د نړۍ سپر پاور هېواد د امریكې اولس مشر ته وړاندې كړې ،دې ووئېل هغه چې د كشمیریانو قربانۍ او مقدمه څنګه به مړانه وړاندې كړې په تير وخت كښې مثال نه لري۔ دې ووئيل د سردار ابراهیم خان مشن اوس هم نامكمله دے ٬ دې لپاره نورو هلوځلو ته اړتيا ده، د برهان وانی پشمول ۔زمونږ اولاد دې مقصد لپاره قربانۍ وركړې۔ دې ووئيل څوك چې د پاكستان سره ولاړ وي د پاكستان 22 كروړه اولس به هم هغوي سره ولاړ وي، خاص مرستيالې ووئېل وزیراعظم عمران خان عزم لري چې د كشمیر مسئله به د كشمیریانو د هيلو له مخې حل كولې شي، د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل كولو سره به ثابتول وي چې اثر لرونكې هېواد هم د نظام تابع كيدې شي۔ دې ووئيل په پاكستان كښې هر يو كس ته د خبري كولو اجازه شته، میډیا آزاد ده، مقبوضه كشمیر كښې پھ میډیا بنديز دے ، خو هلته سنسر شپ نړۍ ته نه ښكاري۔
متعلقہ مضامین
-
Elections will take place on time: PPP
-
CM inaugurates Provincial Security Secretariat
-
Rain halts Pakistan victory march in record chase against Sri Lanka
-
CDA chairman for early completion of Rawal Dam Interchange
-
PDMA issues alert in Punjab ahead of expected rains
-
Pak passport ranked fourth-worst in the world
-
President Arif Alvi summons National Assembly session on July 27
-
Punjab CM takes notice of torture incident
-
Rs36.68b spent on 1.71m citizens under Sehat Sahulat Programme
-
Imran Khan warns of dire consequences if public mandate stolen
-
Imran wants to create political chaos in country: Marriyum
-
CJCSC chairs services chiefs meeting to discuss defence, security environment: ISPR