اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ملګرو ملتونو رېذيډنټ كوآرډينېر نېل بونے د شورو په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر او د وزيراعظم خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر هم موجود وه۔ نيل بونے وزيراعظم ښه طرز حكمراني٬ روغتيا٬ تعليم٬ د ځوانانو پرمختګ٬ په آبادې د كنټرول او په ماحولياتي مسئلو د قابو موندلو پشان د چارو په لړ كښې د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو ادارو د اړوند حكومتي ادارو او وزارتونو سره د شركت په اړه خبر كړو۔ د ملګرو ملتونو ريذيډنټ د وزيراعظم د وژن او د اوسني حكومت د اقداماتو ستائنه وكړه۔ ده په خاص توګه د حكومت لخوا د غذائي كمي له امله د مسئلو خاتمې٬ د بنيادي طبي نګهداشت ښه والي٬ د ماحولياتي بدلون بد آغېز ختمولو لپاره د 10 اربه ونو كرلو پروژه او په هېواد كښې د غربت خاتمې لپاره جامع پروګرام احساس پېل كولو لپاره د هڅو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع د خپل حكومت ترجيحات په ډاګه كړل۔ وزيراعظم عمران خان د غذائيت كمي په اړه ووئيل چې حكومت د دې مسئلې حل ته خاص پام كوي ځكه چې د دې مسئلې په وجه د هېواد د ځوانانو په وده ژور آغېز كېږي۔ ده ووئيل چې د ضم شويو قبائيلي سيمو پرمختګ د اوسني حكومت يوه بله مهمه ترجيح ده او اوسني حكومت دې سيمو لپاره د پاكستان په تاريخ كښې تر ټولو زيات فنډ بېل كړے۔ د حكومت مهم پروګرام احساس په اړه وزيراعظم د دې پروګرام مهم نكات په ډاګه كړل او د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا ئې كېدونكې تكنيكي مرسته وستائله۔ په آبادې كښې د اضافې په معامله خبرې كولو سره وزيراعظم ووئيل چې د آبادې معامله بنيادي طبي نګهداشت او بنيادي تعليم سره تړلې ده۔ ځكه حكومت دې څانګو ته خاص پام كوي۔ په ملاقات كښې د پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره په كېدونكو هڅو هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم عمران خان د بلين ټري سونامي پروژې كاميابي په ډاګه كولو سره ووئيل چې دې سره د ماحولياتي بدلون په منفي آغېز قابو موندلو كښې مرسته وشي٬ دا به په دې لړ كښې ډېره مهمه پروژه ثابته شي۔ نيل بونے وزيراعظم ته باور وركړو چې د ملګرو ملتونو ادارې به په دې هڅو كښې خپله بشپړه مرسته كوي۔
متعلقہ مضامین
-
IMARAT Group wins third presidential award
-
Sanjrani calls for collective efforts to counter scourge of Islamophobia
-
Kaira backs Mazari’s ruling in Punjab CM election
-
AJK’s development hinges on tourism: AJK PM
-
Ruling coalition wants SC full bench to hear case
-
Foolproof security arrangements being ensured at churches
-
‘Trustee CM’ unveils 63-member cabinet
-
President offers online education to Afghan students
-
‘Those who can’t be bribed must then be eliminated’
-
Pakistan records sharp drop in coronavirus infections
-
SC rejects MQM-P’s plea to stop Sindh LG elections
-
Asian economies need interest rate hike to cool inflation: IMF