پېنډۍ 28 جون (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي د عمري ګټې لپاره مو سختې او د نتيجې وړ پرېكړې كړې، بايد د حكومت سختې پرېكړې كاميابولو لپاره په ګده ټول ذمه وارۍ ترسره كړي۔ سرلښكر دا خبرې نېشنل ډيفنس پوهنتون (اېن ډي يو) كښې د قامي معيشت په سرخط سېمينار ته وېنا كښې وكړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې په سېمينار كښې د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور او د خزانې صلاحكار پشمول نورو معاشي پوهانو ګډون كولو۔ جنرال قمر جاوېد باجوہ ووئيل د قامي اهميت په چارو په ډاګه خبرې ضروري دي٬ د حكومت او نورو شراكتدارو د قامي اهميت په معاملو خبرې ضروري دي٬ ده ووئېل هېواد سختې معاشي وضعې سره مخ دے٬ پخوا د سختو پرېكړو نه كولو سره ستونزې زياتې شوې ځكه چې په تېرو ورځو كښې مونږ د سختو پرېكړو نه ېرېدو۔ جنرال قمر جاوېد باجوہ ووئيل د منطقې پرمختګ لپاره به سيمه ايزو رابطو ته وده وركول وي، هېواد نه بلكې منطقې پرمختګ كوي٬ سختو پرېكړو سره بېلا بېلو هېوادونو د معاشي بحران په كاميابۍ سره مخنيوي كرې ٬ ده ووئېل ماضي قريب كښې داسې مثالونه موجود دي كله چې بېلا بېل هېوادونه د دې ډول چېلنجونو سره مخ وٶ٬ د معاشي هلو ځلو كاميابۍ لپاره به ټولو له ذمه واري ترسره كول وي٬ ده ووئېل ان شاء اللہ مونږ به سختو حالاتو څخه په هسكه غړۍ خلاص شوو۔ ده ووئيل دا د يو قام جوړېدو وخت دے٬ مونږ ټولو له د خپلو ذمه واريو تر سره كولو ته اړتيا ده٬ ده ووئېل حکومت عمرې خواږه ترلاسه كولو لپاره سختې او د نتيجې وړ پرېكړې كړې٬ مونږ ټولو له به د حكومت د سختو اقداماتو كاميابولو لپاره ذمه وارۍ ترسره كول وي ٬ ده ووئېل په سخته وضعه كښې فرد واحد د قامي اتحاد نه غېر كاميابي نه شي ترلاسه كولې ۔ ده ووئيل د معاشي استحكام نه غېر د خپلواكۍ تصور پيكه دے٬ وسله والو ځواكونو په كلن دفاعي بجټ كښې اضافه نه كولو سره د هېواد معيشت ښه كولو له خپل كردار لوبولې۔ ده ووئيل د حکومتي اقداماتو کاميابۍ له به ټولو له په ګده كردار ترسره كول وي٬ اوس ذمه واريو تر سره كولو ته اړتيا ده٬ وخت راغلې چې د يو قام په حېث سوچ وكړو۔ ده ووئيل هېواد سختو معاشي حالاتو سره مخ دے او د معاشي خپلواكۍ نه غېر د آزادۍ هېڅ تصور نشته٬ دا ډول مذاكرې او سېمينارونه ډېر مهم دي٬ ده ووئېل مونږ د ټولو ستونزو باوجود معاشي حالاتو نه د بهر وتلو اميد لرو
متعلقہ مضامین
-
Imran warns federal govt against filing sedition case
-
Thar Coal Block-I power plant: Rs182b water infrastructure project launched
-
Four of a family killed in forest fire in Swat
-
Imran greedy for regaining power: Khair Muhammad Tareen
-
Security forces gun down seven terrorists in two separate operations
-
Pakistan fully committed to address climate change issue
-
KU suicide bomber’s husband booked in terror financing case
-
Lack of parking plazas affecting business activities
-
Avoid ‘unnecessary views’ on Pakistan’s nuclear programme, says CJCSC Nadeem Raza
-
Senate strongly condemns blasphemous remarks of BJP leaders
-
KP CM asks development bodies to achieve purpose of formation
-
KP EC directs officers to spread awareness on functioning of display centers