اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د احتساب عدالت د جعلي اكاؤنټونو په كېس كښې نيول شوې فريال تالپور په 9 ورځې جسماني ريمانډ نېب ته وسپارله۔ نېب فريال تالپور په اسلام آباد كښې سب جېل ګرځول شوې د هغه د استوګنې نه د اسلام آباد د احتساب عدالت جج ارشد ملك په عدالت كښې وړاندې كړه۔ د اورېدنې په مهال د نېب پراسكيوټر خپل دلائل وركړل چې فريال تالپور د جعلي اكاؤنټونو په كېس كښې نومول شوې تورنه ده او په ريفرنس كښې ئې مركزي كردار دے۔ د زرداري ګروپ په اكاؤنټ كښې د اربونو روپو مشكوك ټرانزېكشنز شوي دي۔ د زرداري ګروپ اكاؤنټ به فريال تالپور چلولو او اكاؤنټ ته د جعلي اكاؤنټونو نه رقم راغلې۔ د نېب پراسكيوټر ووئيل چې رقم د فريال تالپور په دستخط سره د اوېس مظفر اكاؤنټ ته منتقل شوے۔ فريال تالپور د زرداري ګروپ ډائرېكټر ده۔ د نېب پراسيكيوټر لخوا د فريال تالپور د 14 ورځو د جسماني ريمانډر خواست وكړے شو خو عدالت د 14 ورځو خواست رد كړو او د هغې د 9 ورځو د جسماني ريمانډ منظوري وركولو سره ئې هغه د نېب په تحويل كښې وركړه۔ عدالت فريال تالپور د جون په 24مه نېټه بېرته په عدالت كښې د وړاندې كولو حكم وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
PTI moves LHC for notifying new MPAs on reserved seats in PA
-
ECP resolves 17 complaints out of 22 received in Balochistan LG polls
-
PTI, PML-N in backchannel talks on snap polls: Qureshi
-
UET Lahore tapes out first microprocessor system
-
ECP resolves 17 complaints out of 22 received in Balochistan LG polls
-
Politics of Imran Khan based on lies, propaganda: Danyal Chaudhary
-
Pakistan wants Chinese investment, not aid: PM
-
NA speaker summons Imran, other PTI MNAs to confirm resignations
-
Law & order to be maintained at all cost in KP: CM
-
Rain expected in Islamabad, Punjab, KP,GB, Kashmir
-
Baligh takes oath as Punjab governor
-
Pak-China cooperation on nanotechnology to revolutionize production technologies