اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د انسانيت خذمت د ټولو نه لويې عبادت دے ٬هلال احمر پاكستان په هر سخت وخت كښې د ځپليو خلقو په مرسته كولو ځانله يو مقام جوړ كړی٬د قدرتي آفتونو او پیښو په مهال د هلال احمر سره د جاپان حكومت مرسته مثالي ده۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د هلال احمر نېشنل هېډكوارټر كښې د جاپان حكومت د اړخه د څلورو جديدو ايمبولينسو ګاډو د وركړی او د روژه ماتي مېلمستيا ته وكړه۔پھ دې دستوره كښې د جاپان سفير كونينوري مستودا د اعزازي مېلمه په توګه شريك و۔د اطلاعات او خپرونو مرستيالې ووئيل جاپان عمر له د پاكستان ملګرتيا كړی او په راتلوونكو وختونو كښې به د جاپان او پاكستان ملګرتيا لا زياته شي۔ دې ووئېل پاكستان كښې د مېرمنو واك اختيار له د جاپان حكومت پروګرام د ستائنې وړ دے ۔خاص مرستيالې ووئېل هلال احمر له د جديدو ايمبولينس ګاډو وركړھ هم د ستائنې جوګه ده ۔د روژه ماتي مېلمستيا كښې د اېن ډي اېم اے جنرال محمد افضل٬چيف كليكټر كسټم آصف محمد جان٬ميجر جنرل(ر)طارق محمود٬د هلال احمر ميا عبدالرؤف٬برېګېډيئر(ر)عبدالهادي او د پريميئر ګروف آف كمپني ايګزېكټو ډائرېكټر حامد الرحمان خان٬د جاپان ايمبيسۍ 7 كسيزه پلاوې٬اعلٰی چارواكي او د اهلال احمر پاكستان چارواكو ګډون كولو۔د دې نه وړاندې د هلال احمر پاكستان مشر ډاكټر سعيد الهي او ستر سېكتر خالد بن مجيد د مېلمنو هركلے وكړو۔د ډاكتر سعيد الهي وېنا وه د جاپان حكومت له اړخه هلال احمر له په جديدو ايمبوليسنو وركولو مشكور يو۔ده ووئيل د ايمبولينسو د ري فيبريكېشن٬اپ ګرېډېشن او ټرانسپورټېشن ټول خرڅونه د جاپان حكومت پورته كړي او دغسې مونږ ورته د لا څلور ايمبولينسو راكولو وړاندېز لېږلې۔دې ووئيل هيله ده چې ډېر زر به نورې څلور ايمبولينسې هم هلال احمر ته ترلاسه شي۔په دې مهال د جاپان سفير كونينوري مستودا ووئيل د هلال احمر سره به خپله مرسته روانه ساتو٬د انسانيت خذمت لپاره د هلال احمر پاكستان خذمات د ستائنې
متعلقہ مضامین
-
CM Balochistan lauds efforts of police for maintaining durable peace
-
VCs show serious concerns over drastic budget cut for higher education sector
-
Hospitals asked to ensure readiness to treat suspected Monkeypox cases
-
Woman raped, robbed at gunpoint in Lahore
-
CM takes notice of clash between student organizations at PU
-
Over 3,000 sanitary workers performing duties during ‘Saaf Punjab’ drive
-
PANAH to host Int’l conference on heart diseases
-
IHC disposes of pleas by PTI, bar councils
-
Meeting Pak expats an ‘amazing experience’: Israeli president
-
FO rejects notion of any delegation from Pakistan visiting Israel
-
Mathematics paper leaked in Nawabshah matric exam
-
ECP submits comments in PTI foreign funding case