اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژې ته حکومت پام لرنه كوي، دې پروژې بشپړيدو سره به نه يواځې د ملګرتيا دوه اړخيزه اړيكې په همكارۍ بدلې شي بلکه سيمه كښې به د نوې امکاناتو او موقعو لارې پرانستلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان كښې د سی پیك او په نورو پروژو كار كوونكو د وړومبي صف 15 چینائي کمپنیو نمائنده پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ د چین پلاوي كښې پاور چائنه، تھری ګارجېس کارپوریشن، سی اېم ای سی، نیلم جهلم پاور پلانټ پراجیکټ، سی آر۔ نورینکو اورنج لائن پراجیکټ، هواوے، زونګ، پوسټ قاسم پاور پلانټ، چائنه ګیژوبا کارپوریشن، چائنه سټيټ کنسټرکشن، چائنه هاربر، مټیاری‘ لاهور ټرانسمیشن لائن پراجیکټ، هائیر او نورو کمپنیو نمائندګان شامل وؤ۔ د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار، د برېښنا وزیر عمر ایوب خان، د سرمایه کارۍ بورډ چیئرمېن هارون شریف، د انرجی ټاسك فورس چیئرمېن ندیم بابر او نور سینئر چارواكي هم پھ دې موقع موجود وؤ۔د چین پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل د چین کمپنيو له ګټه وره كاروباري پروژې پيل كولو لپاره به د حکومت کاروبار دوسته پالیسیو سره ټولې ممكنې اسانۍ وركولې شي۔ په دې موقع پاکستان كښې د چین سفیر وزیراعظم له د چین اولس مشر او وزیراعظم د اړخه نيكو هيلو پیغام ورسولو سره ووئيل د چین قیادت د وزیراعظم عمران خان د چين دورې ته سترګې په لاره دے۔ ده د چین سوداګرو له اسانيو وركولو او د هغوي د مسئلو حل له په ذاتی خوښۍ لرلو د چین قیادت او سوداګرو د اړخه د وزیراعظم عمران خان مننه وكړه۔دوي وزیراعظم له باور وركړو چې د چ
متعلقہ مضامین
-
Prosperous nations keeps their values intact: CM Balochistan
-
Qatari ambassador calls on Rana Sana Ullah
-
Protesters demand release of Yasin Malik
-
FM Bilawal invites Pakistan-US Congressional Caucus to visit Pakistan
-
Allies support govt’s tough decisions to save Pakistan’s economy
-
Rs4.05 per unit hike in electricity tariff sought
-
PSX gains 117 points to close at 43,100 points
-
Pakistan’s national pavilions open in Beijing
-
Court extends bail of PM, Hamza till 28th
-
5-day anti-polio drive inaugurated
-
All set for second phase of LG by-election in KP
-
Army sets up 27 heatstroke relief centres in heatwave-hit areas