لاهور۔23فروری(اے پی پی ) د پنجاب اعلی وزير عثمان بزادار د خالي په ورځ ډېره غازي خان كښې د كروړونو روپو د خېر ښېګړې منصوبو پرانسته وكړه او د بنياد تيګه ئې كېښوده۔ ده د ډسټرکټ ھېډکوارټر روغتون ډېره غازی خان ګائنی وارډ او اېمرجنسی بلاک رنګ روغن منصوبې په شمول د كمال پارك ٬ سټي پارك تونسه شري رنګ روغن منصوبې پرانسته هم وكړه۔ اعلی وزير ګجری تھوخ څخه تر د بان سن فېز II پوخ سړك بنيادي تيګه هم كېښوده۔ په 8.5 کلومیټر اوږ دې سړك به نزدې 112 ملين روپۍ مصرف كولې شي۔ دې سره سره اعلی وزير سخی سرور څخه تر رونګھن سړك بحالۍ او بيا رغونې بنياد هم كېښودو۔ د 28 كلوميټر اوږد دې سړك په بحالۍ و بيا رغونه به 197 ملين روپۍ لګولې شي۔ اعلی وزير د اوبو رسنې او نورو سكيمونو بحالۍ منصوبو د بنياد تيګه هم كېښودله۔ دې نه وړاندې اعلی وزير غازی میډیکل کالج ډېرہ غازی خان كښې د شجركارۍ مهم ترسېوري لاندې د اشوك ونه ولګوله او د شجركارۍ مهم كاميابۍ له ئې دعا و كړه
متعلقہ مضامین
-
Four police officers martyred in DI Khan rocket attack
-
Profiteers fined for overpricin
-
KP CM directs filling of vacant posts in merged districts
-
E-cigarettes may alter organs, hinder body’s ability to fight infections
-
PM chairs meeting on power, petroleum sectors
-
AJK PM Sardar Abdul Qayyum dismisses five ministers
-
Imran vows to continue struggle for supremacy of people’s rights, democracy
-
PM fully capable to steer country out of challenges: PML-N
-
LHC summons Mazari on appeal against CJ’s order
-
Lt Gen Nigar urges girls to realize their potential thru hard work
-
MD Wasa wants Rs 60 million recovery in April for payment of salaries, pension before Eid
-
KP CM orders timely completion of roads to tourist destinations