اسلام آباد 19 فروری (اے پی پی)د بشري حقونو وفاقي وزير ډاكټر شيريں مزاري د نهې په ورځ د برتانيې وزيراعظم خاص استازي لارډ طارق احمد په مشرۍ كښې د برتانيې پلاوي ملاقات كړے او د بشري حقونو ودې او تحفظ په اړي يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔پھ دې موقع د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو او نور هم موجود وو۔په دې موقع په خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل مونږ په پاكستان كښې د فرق نه غېر د بشري حقونو رسنې باوري كولو لپاره اقدامات كوو۔دې ووئيل د بشري حقونو په اړه د نوې قانون سازۍ پشمول زيات ضرورت په موجوده قوانين عملدرآمد او د دې په اړه خبرتيا ده كومې لپاره چې مونږ عملي ګامونو پورته كوو٬ دې ووئېل مونږ وړاندې د وراثتي حقونو په اړه د خبرتيا كمپائن چلولې او اوس په ماشومانو د جنسي تشدد او مخ نيوي په اړه د خبرتيا كمپائن پېل كړے ٬مونږ په هېواد كښې غېر مسلمو له د پرسنل لاﺀ اجازه وركوو٬ دې ووئېل د مېرمنو حقونو په اړه مونږ كار كوو٬د ټولنې او كورنيو په كچه مېرمنو او ماشومانو حقونو ته زيان رسولې كېږي٬په دې اړه د سوچ بدلولو ضرورت دے ۔په دې موقع د برتانيې وزيراعظم خاص استازي لارډ طارق احمد د بشري حقونو تحفظ لپاره د موجوده حكومت حكمت عملۍ او كار وستائېلو او د خپل حكومت لخوا د بشري حقونو تحفظ له د مرستې باور وركړو
متعلقہ مضامین
-
CM Punjab election: Pervaiz Elahi to meet MPAs today
-
Faithful throng Faisal Masjid for Taraweeh prayers
-
Fight for ‘actual freedom’ begins
-
WAPDA expedites construction work on massive hydropower project
-
Gold price rises by Rs350 per tola in Pakistan
-
UK sex-assault MP quits, triggering by-election
-
Mushaal urges Kashmiris to observe 24 April as black day
-
‘Mother of Pakistan’ Bilquis Edhi is no more
-
Dilapidated condition of Rawal, Murree roads irks residents
-
‘Step afoot to ensure fair, transparent local bodies elections’
-
PML-N’s Khawaja Asif, JUI-F chief Fazl call on govt to hold early elections
-
Iftar buffet culture on rise in twin-cities