پېښور۔13جنوری (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلې وزير محمود خان صوبه كښی د پن برېښنا په روانو ټولو منصوبو د كار تندولو هدايت كولو سره په سي پېك كښې د صوبې پراجېکټونو شاملولو له د يو انسټي ټيوټ جوړولو اشاره ښكاره كړې ده۔ اعلی وزير ووئيل چشمه رائټ بېنک لفټ منصوبه صوبې لپاره د لائف لائن حېثيت لري ولې چې دا صوبې له ډېره مهمه ده۔ ده په سي آر بي سي منصوبه د هوم ورك تندولو هم هدايت وكړو۔ ده ووئيل هر څانګه دې پراجېكټ په خپل وخت ترسره كړي۔ ده ووئيل سي پېك صوبې لپاره يوه مهمه موقع ده او حكومت به دې موقعې څخه بشپړه ګټه پورته كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده وزیراعلی سېکرټرېټ پېښور كښې يوه غونډه كښې وكړه۔ غونډه كښې اعلی وزير ته صوبه كښې د پن برېښنا روانو منصوبو ٬ سي پېك منصوبو ٬ د پن برېښنا منصوبو كښې د تفاهم يادښتونو او انډسټريل زونز په اړه بشپړ بريفنګ وركړې شو۔ ده ووئيل صوبه كښې د پن برېښنا منصوبې زر تر زره بشپړ كولو سره به دا برېښنا خپلو كارخانو ته وركړو او دې عمل سره به ټول هېواد كښې سرمايه كاري راشي او صوبه كښې به انډسټري وده ومومي۔ اعلی وزير هدايت وكړو چې كومې منصوبې ترسره شوي دي په هغو كښې 36 مېګاواټ درال،17 مېګاواټ رانولیه او 2.6 مېګاواټ ماچیا شامل دي دې لپاره دې دEPA منظوری واخستلې شي۔ ده ووئيل د پیهور پن برېښنا منصوبې څخه ترلاسه كېدونكي د 28 مېګاواټ برېشنا ترسيل دې ګدون انډسټریل زون ته وركړې شي كومه به چې يوه ماډل منصوبه وي۔
متعلقہ مضامین
-
Balochistan govt to plant 10m trees during 2022
-
Foolproof security of players toppriority: IG Punjab
-
Farhan, Hamza move Int’l Squash Circuit-1 final
-
Ramiz Raja credits crowds for phenomenal HBL PSL success
-
China thanks Pakistan for support in UNGA body polls
-
Moosani mava: spoiled milk turned into sweet delight
-
Fatima Group inks $1 billion deals with agrigiants
-
Image unveils Printkari’22 collection
-
KP CM chairs meeting to review development projects
-
Reducing fuel price after Rs12 hike a joke: Bilawal
-
We’ll swim and sink together, Chaudhrys tell Imran
-
COVID-19 positivity ratio continue to decline in Pakistan