اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان د براډ كاسټرز اېسوسي اېشن او د كونسل آف نيوز پيپرز اډيټر پلاوي د شورو په ورځ ملاقات كړې چې پكښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري٬د وزيراعظم د مېډي خاص مرستيال افتخار دراني٬صنعت فېصل جاوېد٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شفقت جليل هم موجود وو۔پلاوي وزيراعظم اخباري صنعت او اليكټرانك مېډيا ته د پېښو مسئلو نه خبر كرو۔د سي پي اېن اي صدر ووئيل د مېډيا په حقله د اوسني حكومت پالېسي د لاس وهنې نه كولو او بې پرې ده۔وزيراعظم پھ خپلو خبرو كښې ووئيل هېواد د سخت وخت نه تېرېږي٬ تېرو حكومتونو چې په كوم ډول سركاري وسائل او د اولس پېسې كارولي٬د هغې مثال نه موندلې كېږي٬نن هېواد 30 ټرېلين قرضه دارې دے٬ ده ووئېل د معيشت چې كوم حال دے داسې د هېواد په تاريخ كښې كله هم نه ؤ٬نن د قرضونو قسطونو وركولو لپاره 6 اربه روپۍ د ورځې ادا كول دي٬ وزيراعظم ووئېل تېرو حكومتونو صحت٬تعليم٬بشري ودې غوندې مهمې مسئلې نظرانداز كړي٬د دې حالاتو ترمخه مونږ د كفايت شعارۍ كمپائن پیل كړی چرته چې وزيراعظم د خپل دفتر نه د كفايت شعارۍ پېل كړې٬هلته ټولو وزارتونو ته امر شوې چې خپل خرڅونه كم كړي۔ده ووئيل پخوا كروړونه روپۍ واكدارانو په عياشو خرڅ كړې ٬معاشي حالات باندې خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل په اوسنو حالاتو كښې هڅه كوو چې داسې حال راويستلې شي چې اولس د لږ نه لږ ستونزو سره مخ شي٬وزيراعظم د مېډيا لارښودو له باور وركړو چې په موجوده حكومت كښې به مېډيا ته د خپل كار لپاره بشپړه آزادي وي٬ده ووئيل چې كله په مېديا داسې خبره رامخې ته كېږي چې پكښې د هېواد د مفاد خيال نه وي ساتلې شوې نو پرې خفه كېږم۔وزيراعظم تېرو ورځو كښې د دوه وزيرانو په حقله د بې بنسټه خبرونو حواله وركولو سره ووئيل په داسې خبرونو د هېواد مفاد ته زيان رسي۔وزيراعظم ووئيل څومره آزادي چې نن مېډيا لري پخوا كله نه وه٬نن چې په دولتي مېډيا مخالفې ډلې له څومره كورېج وركړې كېږي دا مثال نه لري۔ده ووئيل د پرنټ او اليكټرانك مېډيا بقاياجات وركولو له لائحه جوړوو۔اوسني حكومت كښې چې څومره سپيځلتيا د اشتهاراتو په لړ كښې راغلې پخوا كله نه وه
متعلقہ مضامین
-
Despite mounting coronavirus infections, NCOC chief insists there will be no shutdown for the time being
-
Bajwa underscores importance of peace in Afghanistan
-
100,000 tourists enters Galliyat to enjoy snowfall
-
Intermittent rain continues lashing parts of country, disrupts daily life
-
Remarrying without completing ‘iddat’ cannot be void, zina: LHC
-
Police engaged in rescue and relief operation: IGP
-
COVID-19 claims three more lives, infects 959 in Sindh
-
PDMA dispatches blankets, dry ration for Murree stranded tourists
-
Motorways closed amid dense fog in Punjab, Sindh
-
928 new Covid-19 cases reported in Sindh
-
Bizenjo takes notice of illegal hunting deforestation in Balochistan
-
Major roads of Murree cleared for all types of traffic: ISPR