اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف وئېلي دي د نېب چارواكو ته زما د اولاد په چين او تركيه كښې د سرمايه كارۍ٬په آشيانه هاؤسنګ سكيم كښې د بد عنوانۍ او د پخواني سرلښكر جنرال اشفاق پروېز كياني ورور كامران كياني كمپنۍ ته د يو نيم ارب روپو ټهيكې وركولو په اړه هېڅ ثبوت په لاس نه دې ورغلې٬د رنګ روډ د 35 اربه روپو كامران كياني ته وركړی ټهيكه مونږ منسوخ كړې وه٬د قيد او بند د تكليفونو نه يرېږو ٬د پنجاب د اولس مو 18 ٬ 18 ساعته خذمت كړی٬د نېب د تورونو پلټنو لپاره دې د ايوان كمېټي جوړه كړی شي٬كه په ما كوم جرم ثابت شو نو تل لپاره به سياست پرېږدم۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف ووئيل سپيكر قانوني او آئيني ذمه واري ترسره كولو سره زما د پروډكشن آرډر جاري كولو لپاره د پارټۍ د سياست نه بالاتره پريكړه كړې٬په دې زه د سپيكر مننه كوم۔ده ووئيل د سوات نه واخله تر مهران د اپوزېشن ټولو غړو زما پروډكشن آرډر لپاره هڅې كړې ٬ډ دوي مننه كوم۔ده د بلاول بهټو زرداري٬مولانا اسد محمود٬اے اېن پي او د حاصل بزنجو پشمول د ټولو اپوزېشن مشرانو خاص مننه وكړه۔ده ووئيل دا وړومبۍ موقع ده چې د مخالفې ډلې مشر بغېر د كوم تور نه نيولې شوې٬د مسلم ليګ(ن)د مشرانو په ضد د ترهه ګرۍ دفعې لګولې شوي ٬پھ نېب كښې دننه حاضرۍ او ګرفتارۍ شوې ۔شهباز شريف ووئيل په ټول ټاكنو كښې چې كومې چوكۍ پي ټي آئي ترلاسه كړې وې يوازې دوه مياشتې پس هغه چوكۍ مسلم ليګ(ن)اے اېن پي او نورو ګوندونو وګټلې٬ده په ضمني ټاكنو كښې په كاميابۍ ټولو غړو له مباركي وركړه۔د قامې اسملۍ غړي ووئيل مسلم ليګ(ن) او د مخالفې ډلې نور ګوندونه د نېب په نښخه دي چې كوم حقائق بيان كړم هغه به تر قيامت د دې ايوان امانت وي۔ده ووئيل نواز شريف او د هغه لور په لندن كښې وه٬د نېب عدالت پريكړه راغله خو نواز شريف خپله ناروغه كور ودانه پرېښوده او وطن ته راغلو٬پلار او لور دواړه د يو بل په وړاندې ګرفتار كړې شول او اډياله زندان ته ولېږلې شول٬ ده ووئېل په دې وخت كښې د نواز شريف ناروغه كور ودانې په حق ورسېدله٬شهباز شريف ووئيل مونږ وړاندې هم په دې سختو لارو سفر كړې٬په دې هېڅ فرق نه راځي٬دا وئېلي شوي چې كه 50 كسان هم زندان ته لاړ شي نو هېڅ فرق نه پريوځي٬مونږ ته دې ووئيلې شي چې هغه 50 كسان څوك دي او د څومره كسانو تعلق زمونږ ګوند سره دے۔ده ووئيل زما په زولې كښې د اولسي حكومت نه نور هېڅ نشته۔ شهباز شريف ووئيل د پوهنتون وائس چانسلر او مشرانو پروفيسرانو ته زولنۍ واچولې شوې٬سياستمدارو خو دا صورتحال ليدلې خو استاذانو زمونږ نسلونو ته ښوونه كړې٬هغوي ته هم زولنۍ اچولې شوې ۔ده ووئيل نېب زما نه د آفتاب نومې سړي پوښتنه كړې او وئېلې يې دي چې تا په آشيانه كښې ميجر كامران كياني ته د يو نيم ارب روپو ټهيكې وركولو هڅه كړې٬ما دوي ته وئېلي دي چې دا بې بنسټھ خبره ده۔ده ووئيل د نېب چارواكو ته زما د بچو په چين او تركيه كښې د سرمايه كارۍ٬په آشيانه هاؤسنګ سكيم كښې د بد عنوانۍ او د پخواني
متعلقہ مضامین
-
China, Pakistan step up cooperation on water-saving agriculture
-
Govt’s three years in power an ‘economic success story’
-
Deadline been extended for exchange of old design banknotes
-
PM reviews preparations for nation’s diamond jubilee
-
Murree receives 17 inches snowfall in last 24 hours
-
Seven dead, 419 injured in 394 road accidents in Punjab
-
Ishratul Ebad deliberates over LG law protest with Nasir Shah
-
FBR sets new price for CNG
-
FS Mahmood stresses upon utilization of all resources to facilitate Pak diaspora
-
Court adjourns hearing of housing project fraud case
-
MQM, PTI, GDA hold protest rally against Sindh LG law
-
3000 fresh COVID cases emerge in Pakistan in a day