اسلام آباد ۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) د قومي او صوبائي اسمبليو ضمني ټاكنو په لړ كښې پولنګ (نن) د اتوار په ورځ كېږي۔ الېكشن كمېشن 1727 پولنګ اسټېشنونه حساس ګرځولې دي۔ ضمني الېكشن كښې د قومي اسمبلۍ په 11 او د صوبائي اسمبليو په 24 چوكو به پولنګ كولې شي۔ په حساس ګرځولې شويو پولنګ سټېشنونو كښې د پنجاب اسلام آباد، اټک، پېنډۍ ٬ چکوال، ګجرات، فېصل آباد، لاهور، جهلم، ټوبه ټېک سنګھ، ساهیوال، ملتان، رحیم یار خان او ډی جی خان، د سندھ کراچی ایسټ، خېرپور، ملیر، د صوبه خېبر پختونخوا بنو، سوات، صوابۍ، مردان، نوښار ، پېښور او ډېرہ اسماعیل خان، د بلوچستان مستونګ او د خضدار يو شمېر پولنګ سټېشنونه شامل دي۔ د الېكشن كمېشن لمخې ټولو پولنګ سټېشنونو ته انتخابي مواد رسولې شوي دي۔ د قومي اسمبلۍ 11 چوكو له 122 كانديدان مېدان كښې دي۔ د قومي اسمبلۍ په 11 حلقو كښې اېن اے 131 لاهور، اېن اے 124 لاهور II، اېن اے 103 فېصل آباد III، اېن اے 35 بنو، اېن اے 243 کراچی، اېن اے 69 ګجرات، اېن اے 65 چکوال، اېن اے 63 پېنډۍ، اېن اے 60 پېنډۍ، اېن اے 56 اټک او اېن اے 53 اسلام آباد حلقه شامل ده۔ الېكشن كمېشن په دې حلقو كښې پولنګ لپاره ترميم كړې شوې ووټر لسټ ضلعي چارواكو ته سپارلې دې۔ الېكشن كمېشن په ضمني ټاكنو كښې د برخه اخستونكو ټولو سياسي ګوندونو كانديدانو ته د انتخابي ضابطه اخلاق او انتخابي قانون احترام باوري كولو وئيلي دي دغسې چې په 14م اكتوبر كېدونكې د پولنګ عمل په ډول پايې ته ورسي۔ د الېكشن كمېشن وېنا ده چې ضمني ټاكنو له رجسټرډ آئي ووټرز ته 7364 پاس جاری كړې شوي دي۔ د پولنګ عمل به سحر8 بجې پېل كېږي كوم به چې د پاكستان د معياري وخت لمخې تر ماښام بجو دوام لري۔ رجسټرډ آئی۔ ووټرز به هم د پاكستان د معياري وخت لمخې سحر 8 بجو څخه تر ماښام 5 بجو د ووټ خپل حق كارولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
CM inaugurates five-day anti-polio drive in Punjab
-
Interior minister asks PDM to change protest date of March 23
-
Another senior doctor dies of coronavirus in KP
-
FM for global efforts to address corruption for better future
-
37 Sri Lankan students arrive for studies
-
Buzdar seeks report from CCPO on molestation of two girls
-
Police crackdown intensified to eradicate drugs across the province
-
Pakistan reports increase in coronavirus infections in 24 hours
-
Qaim Ali Shah gets bail in illegal appointment case
-
Court extends Shehbaz, Hamza’s bail until Jan 4
-
689 LG candidates flexing muscles for 66 tehsil seats in KP
-
Two Pakistanis awarded for bravery by New Zealand: Christ Church attack