اسلام آباد ۔14 اکتوبر(اے پی پی) د ضمني ټاكنو په لړ كښې د قومي اسمبلۍ په 11 او د صوبائي اسمبليو په 24 چوكو پولنګ روان دے۔ د قومي اسمبلۍ 11 چوكو له 122 كانديدان مېدان كښې دي۔ د قومي اسمبلۍ په 11 حلقو كښې اېن اے 131 لاهور، اېن اے 124 لاهور II، اېن اے 103 فېصل آباد III، اېن اے 35 بنو، اېن اے 243 کراچی، اېن اے 69 ګجرات، اېن اے 65 چکوال، اېن اے 63 پېنډۍ، اېن اے 60 پېنډۍ، اېن اے 56 اټک او اېن اے 53 اسلام آباد حلقه كښې د پولنګ عمل په سولييز ډول روان دے۔ د صوبائي اسمبلۍ په 24 چوكو په مجموعي توګه د 370 كانديدانو ترمينځھ مقابله ده۔ د پنجاب صوبائي اسمبلۍ په كومو چوكو چې ټاكنې كېږي په دغو كښې په مجموعي توګه د 218 كانديدانو ترمينځھ مقابله روانه ده۔ دغسې سندھ ٬ خېبر پختونخوا او د بلوچستان اسمبلۍ په چوكو ترتيب وار د 57، 59 او 36 كانديدانو ترمينځھ مقابله ده۔ د الېكشن كمېشن وېنا ده چې ضمني ټاكنو له رجسټرډ آئي ووټرز ته 7364 پاس د دوئي د اي مېل د لارې جاری كړې شوي دي۔ رجسټرډ آئي – ووټرز به ضمني ټاكنو كښې خپل ووټ كارولې شي۔ د پولنګ عمل سحر8 بجې پېل شوې كوم به چې د پاكستان د معياري وخت لمخې تر ماښام 5 بجو دوام لري۔ رجسټرډ آئی۔ ووټرز هم د پاكستان د معياري وخت لمخې سحر 8 بجو څخه تر ماښام 5 بجو د ووټ خپل حق كاروي۔
متعلقہ مضامین
-
Cost of Rs. 60 to 62 billion can be incurred on EVMs for General Elections: Shibli Faraz
-
PMD forecasts rain from today till Thursday
-
Record increase registers in BRT commuters: Spokesman
-
Court gives verdict in favor of love
-
Maj Gen Waseem Alamgir promoted to rank of Lt Gen
-
Inclusive education key to making disabled self-reliant: Samina Alvi
-
Soneri Bank partners with Quetta gladiators for SL-7
-
NDMA issues an alert over the country’s rain and snowfall forecast
-
Japanese ambassador calls on Hammad Azhar
-
Ban on outdoor dining denounced
-
NHA finalizes arrangements after rain, snowfall forecast
-
5.37% GDP growth in three years cheers PM