اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري وئېلي دي مشاهد الله خان په پي آئي اے كښې د خپلې كورنۍ په بهرتي كولو د ادارې بېړۍ چپه كړې٬په كومه خبره بخښنه وغواړم٬بايد اپوزېشن په حوصله زمونږ خبره واوري۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چې كله ځواب وركولو لپاره پاسېد نو اپوزېشن د هغه نه د بخښنې غوښتلو غوښتنه وكړه خو د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل ولې د مشاهد الله خان وروڼھ په پي آئي كښې ملازمان نه دي پاتې شوې ٬ ده ووئېل ولې ده په بهرني هېواد كښې علاج لپاره 54 زره فاؤنډونه نه دي اخستې۔ده ووئيل مونږ د اپوزېشن خبره په حوصله اورېدلې اوس بايد اپوزېشن هم زمونږ خبره په حوصله واورېدلې شي ۔ وفاقې وزير ووئېل د خورشيد شاه د كابينې كمېټۍ په لويه شمېره كښې سركاري ملازمان د 1996 نه بحال كړې ۔پي آئي اے٬پاكستان سټل ملز٬پي ټي وي او د راډيو غوندې ادارې په خساره روانې دي٬په دې تورونو به د مشاهد الله خان او خورشيد شاه نه بخښنه نه غواړم
متعلقہ مضامین
-
‘Big moment’: PM Imran Khan on Rs100bn approvals in ‘Mera Pakistan Mera Ghar initiative
-
Disrespecting Prophet (PBUH) is not freedom of expression
-
Zardari pays homage to Quaid, extends Christmas wishes to Christians
-
Youth should focus on education
-
Why Pakistan ‘in haste’ to support Taliban, asks PPP
-
116th Midshipmen, 24th SSC parade held at Naval Academy
-
First case of Omicron detected in Islamabad
-
Ready to issue Nawaz’s visa on return says Sheikh Rasheed
-
22 dead, 993 injured in road accidents across Punjab
-
NAB has no affiliation with any political party
-
Democratic right of PTI govt to complete term
-
PML-N eyeing yet another ‘deal’