اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر خسرو بختیار وئيلي دي د سی پیك ترمخه په روانو پروژو به كار تندولې شي ٬ ټولې پروژې به په خپل وخت بشپړيږي، پاکستان او چین ترمينځه پراخه صنعتی مرستې له مخې به صنعتونه پرمختګ وكړي۔ يو ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د اولس د ژوند معیار ښه كولو له سی پیك پروژو كښې د سماجی او اقتصادی پرمختګ باب به هم شاملولې شي۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې د سی پیك پروژو څخه اولس ته نيغ په نيغه ګټه ورسي۔ده ووئيل پخواني حکومت د سی پیك په اړه د لوظنامو حقائق څخه میډیا نه ده خبر كړې چې له امله ئې د پی ټی آئی حکومت ستونزو سره مخ كېږي۔ وفاقی وزیر ووئيل د معیشت بحالی، روزګار موقعو وركولو او هېواد كښې د مصنوعات جوړولو ودې ته حکومت پام لرنه كوي۔ ده ووئيل بايد چین او پاکستان ترمينځه د سی پیك له مخې صنعتی مرسته يواځې تر خاص اقتصادی زونز محدود نه شي۔ وفاقې وزير ووئيل پاکستان او چین ترمينځه پراخه صنعتی مرستې ترمخه به صنعتی څانګه پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل کراچۍ نه تر پېښور ریلوے ټريك اپ ګریډېشن له د اېم ایل ون منصوبه به بشپړولې شي چې ورسره به پاکستان كښې د ريل ګاړو رفتار په يو ساعت كښې 160کلومیټره ته ورسيږي او سامان به په ښه ډول وړلې راوړلې شي۔ خسرو بختیار ووئيل د پی ټی آئی حکومت ګوادر زيات اهمی پروژه ګڼلو سره د هغې بشپره استعداد زياتوي ځكه چې د نړۍ د 80 فیصده سامان سمندر د لارې وړلې كېږي۔ ده ووئيل پاکستان بيلو سيمو له راهداری وركوي او د اقتصادی راهدارۍ د لارې به دا پیغام وركولې شي چې پاکستان کاروباری هلو ځلو له موخې لري۔ ده ووئيل د سی پیك پروژو كښې د دريم فریق سرمایه کارۍ له دوه فوکل پرسنز هم ټاكلې شوي چا چې خپل كار په ښه ډول روان ساتلې دې
متعلقہ مضامین
-
Skardu International Airport gets off the ground
-
Country has gone bankrupt, says Shabbar Zaidi
-
Money laundering: Asif Ali Zardari’s acquittal plea has been rescheduled
-
Comprehensive resolution expected from OIC summit
-
Access to facts, truth can make provision of justice easy: PHC CJ
-
Shabbar paints a bleak picture of Pakistan’s economy
-
87 Hindu yatrees reach Pakistan from India
-
PPP’s ‘trick’ against govt stands exposed
-
Over 5m people vaccinated against Covid-19
-
11 dead, 1013 injured in 976 road accidents in Punjab
-
PM’s uplift package for AJK transformation soon: Niazi
-
2,032 candidates elected unopposed in KP LG polls