اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي سي پېك مهمه اقتصادي منصوبه ده٬ دا به كاميابه جوړولې او رامخې ته كولې شي۔ موجوده حكومت به دې منصوبې ته لا پراختيا وركوي٬ د 5 جنرېشن جنګ د ميډيا په ډګر روان دے ٬ رياستي ميډيا له به جديد ټېكنالوجي او آسانۍ وركوٶ٬ د پي ټي وي چېلنز به پرله پسې اېچ ډي كولې شي٬ پي ټي وي او د راډيو اكېډيةمۍ به ضم كوو او سټېټ آف دي آر ميډيا پوهنتون به جوړولې شي٬ پي ټي وي د رياستي ميډيا د سر تاج دے٬ څنګه څنګه چې پي ټي وي پرمختګ كوي٬ داسې ورسره به رياستي ميديا پرمختګ كوي٬ رياستي ميډيا په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو له په زړه پورې كردار ترسره كولې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ د پي ټي وي اكېډيمۍ ٬ پي ټي وي هوم او د راډيو دوستي چېنل دورې په موقع وكړې ۔ وفاقي وزير د راډيو د ميوزيم دوره وكړه٬ د قائداعظم محمد علی جناح د استعمال مائيك او نورو تاريخي آلاتو جاج ئې واخست او د راډيو په چمن كښې ئې بوټې هم نال كړو۔ چوهدري فواد حسېن چې پي ټي وي اكېډيمۍ ته ورسېد نو د اكېډيمۍ مشرې رفعت نذير او نورو لوړ پوړو چارواكو د ده هركلې وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير د پي ټي وي اكېډيمي د بېلا بېلو برخو جاج واخست او اهلكارو سره ئې ملاقات وكړو۔ وفاقي وزیر ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د اكېډيمۍ په ودانۍ كښې 20 كوټې دي چې پكښې پي ټي وي سپورټس ته هم ځائې وركړې شوې ٬ د پي ټي وي اكېډيمي 30 كاله وړاندې جوړه شوې ٬ دلته زيات آلات پخواني دي٬ ده ووئېل پي ټي وي اكېډيمي كښې يو سټوډيو او څلور كلاسونه دي٬ سټوډيو پي ټي وي سپورټس او پي ټي وي هوم هم كاروي٬ د اكېډمۍ هاسټل هم د پي ټي وي سپورټس او هوم په دفترو بدل كړې شوې۔ وفاقي وزير په دې موقع
متعلقہ مضامین
-
GB former judge has ‘direct relations’ with Nawaz: son
-
Pakistan slams restrictions on Friday prayers in India
-
KP increases monthly stipend for Khateebs to Rs 21,000
-
Experts for education roadmap in post-Covid era
-
Tahir Ashrafi pledges discrimination-free society for minorities
-
CM Buzdar seeks proposals to close schools as smog hits various cities
-
PM directs provinces to finalize cadastral mapping within 2 months
-
PM directs to urgently resolve issues as Chinese investors set to launch operations
-
Meeting reviews situation of dengue, corona vaccinationin Bahawalpur
-
10 more national records broken in DHA National Swimming Championship
-
One-Window Operation Desk’ to facilitate police personnel
-
Islamabad High Court extends Asif Ali Zardari’s stay order