اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) پاکستان د هند لنډ مهاله دوهم هائي كمشنر جے پي سنګه د نهې په ورځ خارجه دفتر ته رابللې او ورته د هندي ځواكونو لخوا په كنټرول لائن خنجر سېكټر كښې په ډزو كولو سخت احتجاج شوې۔ د خارجه دفتر وياند په لسم ستمبر په كنټرول لائن د هندي قابض پوځ لخوا د ډزو په نتيجه كښې بې ګناه وګړي ګفتار حسېن شهيد شوې ٶ۔ سوئيلي آسياء و سارك لپاره ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد فېصل د نهې په ورځ پاکستان په كنټرول لائن خنجر سېكټر كښې د ډزو په سوب د وګړي په شهادت لنډ مهاله هندي دوهم هائي كمشنر جے پي سنګه خارجه دفتر ته رابللې او هغه له ئې احتجاجي مراسله وركړې۔د خارجه دفتر وېنا ده د ډېر ضبط او تحمل باوجود د هند لخوا د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزۍ روانې دي۔ خارجه دفتر ووئيل هند سږ كال په وړومبنو دوو مياشتو كښې تر اوسه په كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري د جنګ بندۍ 2050 نه زياتې خلاف ورزۍ كړې چې په نتيجه كښې ئې تر اوسه 33 بې ګناه كسان شهيدان او 122 ژوبل شوي دي۔ وياند ووئيل بې ګناه وګړي قصداً په نښه كول يو ناوړه ٬ د انساني وقار او د نړيوالو بشري حقونو په ضد دي۔ ده ووئيل د ډز بندۍ پرله پسې د خلاف ورزيو سره سيمه ايز امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے ٬ دا د تذويراتي غلط فهمو سوب جوړېدې شي٬ده ووئېل هند دې خپل ځواكونه د ډز بندۍ لوظنامې پابند كړي
متعلقہ مضامین
-
Students to be taught ‘complete syllabus’ this year: Shafqat
-
Fawad greets working journalists over passage of JPA from Senate
-
Past rulers paid no heed to people’s basic needs
-
TikTok restored in Pakistan
-
New hacker group from India targeting defense units in China and Pakistan
-
‘EVMs to end role of POs in election process by 99%’
-
Experts call for skilled labour force to attain economic growth
-
‘Who is instructing whom, everything will come to light’, says Khaqan
-
Efforts afoot to launch simplified online voting system for overseas: President
-
TBTTP termed global success story at COP26: Zartaj
-
PM launches FBR’s track & trace system; says taxes vital for country’s economic stability
-
SC accepts appeal against Ittefaq Sugar Mills