اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د جماعت اسلامي امير سناتور سراج الحق په مصر كښې د اخوان المسلمون مشرانو او كاركنانو ته د سزاګانو وركولو د عدالتي پرېكړو غندنه كړې او په دې لړ كښې د پاكستانې مېډيا او حكومت په خاموشې ئې د حېرانتيا څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې وړومبې د اولس مشر مرسي د منتخب حكومت په غېر قانوني او غېر اخلاقي توګه تخته رانسكوره كړې شوه او د دې نه پس د زرګونو په شمېر د اخوان المسلمون مشران او كاركنان په زندانونو كښې واچول شول۔ په دوي دا تور لګېدلې و چې دوي د حكومت په خاتمه احتجاج ولې كړے۔ ده ووئيل چې د نوم مصري عدالت تېره ورځ 75 كسانو ته د مرګ سزا او 74 كسانو ته د عمر قېد سزا اورولې۔ ده ووئيل چې دا پرېكړه د ملګرو ملتونو او اېمنسټي انټرنېشنل پشمول د ټولې نړۍ د بشري حقونو تنظيمونو د انصاف په ضد او د انصاف قتل ګرځولې
متعلقہ مضامین
-
25 fresh Covid-19 cases reported in capital
-
President, PM, Fawad, others condole demise of Sheikh Rashid’s brother
-
Pakistan Navy Ship conducts rescue operation in North Arabian Sea
-
World urged to take notice of Indian forces’ barbarity
-
Need for dialogue on ecological governance urged
-
ECP responsible for holding next polls through EVM: govt
-
Pakistan claims 10 deaths, 418 new coronavirus cases
-
Senate approves NAB amendment ordinance 2021
-
PTA restores TikTok
-
Islamabad to have modern LED lights
-
PM orders facilitation of Chinese investors on emergency basis
-
Yousuf Raza Gilani’s mother in law dies