اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي حکومت اولس ته د صحت آسانيو وركولو لپاره عزم لري، پولیو او د ټي بي خاتمې پشمول د صحت پحقله روانو ټولو پروګرامونو لپاره ضروري وسائل وركولې شي٬ د محدودو وسائلو باوجود تعليم ٬ صحت او سماجي پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي۔ وزيراعظم دا خبرې د صحت وزارت او د صحت نړيوالې ادارې تر سېوري لاندې د جمعې په ورځ د صحت نړيوالې ورځې پحقله دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ٬ وزیراعظم ووئيل حکومت د هڅو مقصد اولس ته د صحت معياري او ارزانه خدمات وركول دي۔ ده ووئيل د نوي پاكستان اولس او پرمختيائي همكارانو له باور وركول غواړم چې حكومت اولس له د صحت اسانيو وركولو ته پام لرنه كوي او د محدودو وسائلو باوجود تعليم ٬ صحت او سماجي پرمختګ ته حكومت وړومبي پام لرنه كوي ۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل حكومت به د صحت په پروګرامونو ښه عملدرامد لپاره د وفاق او صوبائي حكومتونو ترمېنځه همكارۍ او مرسته ښه كولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل اوسني حكومت د خپلې آئيني مودې په مهال د صحت وزارت له مخې د كار كوٶنكو څانګو د كار استعداد لا ښه كولو لپاره وژن٬ او كوټلې لائحه جوړه كړې۔ ده ووئيل د حكومت د هلو ځلو په نتيجه كښې د پوليو كېسونه كمې شوي او لا ختمېدونكې دي او د رنځونو نه بچ كېدو لپاره د واكسينو پروګرامونو ته هم پراختيا وركړې شوې۔ ده ووئيل د وزیراعظم هېلت انشورنس پروګرام په كاميابۍ سره روان دے چې مقصد ئې بې وزله خلقو ته د صحت آسانۍ وركول دي۔ ده ووئيل د دې پروګرام كاميابي د اطمينان وړ ده۔ وزیراعظم د ځينو حلقو لخوا د مقاٶمت باوجود د صحت سېكټر رېګولېشن لپاره د وزارت د اقداماتو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د صحت وزارت په خاص توګه د بې وزه خلقو ضرورتونه ويني ٬ مونږ د ځينو حلقو د مفاداتو پرواه نه كولو سره د صحت انساني وسائلو وركړه باوري كړې۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ډرګ رېګولېټري اتهارټۍ آف پاكستان او د پاكستان ميډيكل اېنډ ډنېټل كونسل كښې د شوو اصلاحاتو او د باور جوګه ډېټا لپاره ډېش بورډ د جوړولو هم ذكر وكړو۔ وزیراعظم د نړيوالو ډونرز كردار پحقله ووئيل د بل اېنډ ملنډا ګېټس فاٶنډېشن پاكستان د حفاظتي واكسين پروګرام له ښه معاونت كوي۔۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل په ماشومانو كښې د خوراك د كمي او سټنټنګ مسئله لوړې كچې ته رسېدلې ٬ مونږ په زيات مالياتي فنډز بېلولو د دې مسئلې شدت كمولې شو۔ وزيراعظم ووئيل اولس كښې د رنځونو نه د بچ كېدو او مخنيوي لپاره زيات شعور بېدارول پكار دي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل مونږ له د موثره رېګولېشن او د خپل ميډيكل تعليم معيار لا ښه كولو ته اړتيا ده۔
متعلقہ مضامین
-
CTD finds enormous cache of weapons hidden underground
-
Insufficient action against corruption in OPHRD departments irks NA body
-
DG Zahir Shah appointed as NAB deputy chairman: sources
-
Nullah Lai Expressway project to be kicked off soon: Sh Rashid
-
President urges NAB to prosecute delinquent officer for stealing documents in Sharjeel Inam Memon reference
-
PPP MPA Sharmila Farooqui’s father passes away
-
ANF seizes 4.200 kg heroin, arrests one person
-
IG Punjab chairs meeting to improve public service delivery and departmental affairs
-
PM wanted Lt Gen Faiz Hameed to continue: Dogar
-
Doctor arrested for drugging, filming obscene videos of female colleagues
-
Global counter-terrorism symposium calls for int’l cooperation
-
WAPDA to add 9,000MW power by 2029: chairman