اسلام آباد 12 اپریل (اے پي پي) پاكستان هند د سارك سمټ د غونډې موخر كېدو ذمه وار ګرځولو سره وئيلي دي پاكستان سارك سمټ زر كولو له چمتو دے٬ سارك سمټ د هند د ناوړه رويې له امله موخر كړې شوې٬هندي اقداماتو د منطقې پرمختګ او اقتصادي پېشرفت اودرولې٬ پاكستان شريكې معاملې ګڼ اړخيزه فورمونو ته د وړاندې كولو د هڅو غندنه كوي٬ د كشمير كشالې تر هواري به په قلاره نه كېښنو٬ د وزیراعظم د كابل دوره ګټوره ګرځېدلې٬ په شخړيز كشمير كښې د هند د اوسني ظلمونو پحقله خارجه وزير د ايران او تركيې خارجه وزيرانو او د او آئي سي عمومي سېكتر سره تماس نيولې۔۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل بیجنګ څخه د سكائپ د لارې نېغ په نېغه اوونيز خبري بريفنګ په مهال ووئيل پاكستان د كشمير كشاله ژوندۍ ساتلې٬ د كشمير د اوږدې مودې شخړې سوله ايز هواري لپاره به زمونږ هلې ځلې روانې وي ٬ مونږ به دا كشاله په نړيواله كچه پورته كوٶ۔ مقبوضه كشمير كښې د هند اوسنيو ظلمونو پحقله وياند ووئيل په دې لړ كښې خارجه وزير خواجه آصف د ايران او تركيې خارجه وزيرانو او د او آئي سي عمومي سېكتر سره تماس نيسې او د ملګر ملتونو عمومي سېكتر او د او آئي سي عمومي سېكتر لخوا هم په دې لر كښې بيانونه جاري شوې او ھغوي هم د بې ګناه كشميريانو د قتل عام غندنه كړې ۔ د سارك پحقله د يوې پوښتنې په جواب وياند ووئيل سارك سمټ لپاره پاكستان بشپړ چمتووالې نيولې خو د هند نا وړه رويې له امله غونډه موخر كړې شوې۔ ده ووئېل پاكستان شريكې معاملې ګڼ اړخيزه فورمونو ته د وړاندې كولو د هلو ځلو غندنه كوي۔ وياند په افغان پوله د ګوله بارۍ پحقله افغان تورونه رد كولو سره ووئيل پاكستان د كاميابو عملياتو ضرب عضب او رد الفساد د لارې هېواد څخه د ترهګرو خاتمه كړې او د دلته نه تخښتېدلي ترهګرو په افغان خاوره محفوظې ژالې جوړې كړې او داعش هم په افغانستان كښې وجود لري چرته نه چې ھغوي د پاكستان دننه پوستې په نښه كوي ۔ وياند ووئيل زمونږ ځواكونه يوازې ځوابي كاروائۍ كوي٬ پاكستان د افغانستان د سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ احترام كوي۔ د خارجه دفرر وياند د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د دفاع وزير ماسكو كښې د امنيتي كنفرنس په غرض د روسيې په دوره دے كومه چې د امنيتي چارو پحقله د پاكستان او روسيې د معمول رابطې برخه ده۔ د سوريې پحقله وياند ووئيل پاكستان د سوريې د سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ احترام كوي
متعلقہ مضامین
-
Chinese FM calls for joint efforts to tackle terrorism
-
UN terms Ehsaas as international best practice
-
Billion Tree Tsunami promotes ‘green entrepreneurship’ for women, youth
-
Karachi police arrests two ‘most-wanted’ suspects
-
Attack on my house was an attempt to harass Opposition: Khurram Dastgir
-
Ministry awards licences for oil, gas exploration in Attock, Loralai
-
FIA vows to make cyber space a safer place
-
Everyone must stay within constitutional limits: Fazl
-
Pakistan condemns Indian Minister’s “surgical strikes” statement, vows to thwart any aggressive designs
-
Govt notifies amended rules for social media
-
Matsuda hails PJLF for Urdu translation of Japanese novel
-
Grant Bradburn resigns as Pakistan’s head of High Performance Coaching