اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري كرسچن ميرج(بدلون)ايكټ 2024 د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د يوې خاص دستورې په مهال لاس ليك وكړو ٬د ايكټ له مخې د مسيح سړو او مېرمنو واده عمر 18 كاله كړے شوے۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې په موقع خطاب كښې صدر مملكت ټولو سركاري ملازمتونو كښې د اقليتونو لپاره د ملازمت كوټه كښې په لا اضافه كولو زور راوړولو سره ووئېل په دې لړ كښې به حكومت ته خط ليكم۔ده ووئيل چې ټول اقليتونه د هېواد يو برابر وګړي دي او دوي ته يو ډول حقونه ترلاسه دي۔ده ووئيل اقليتونو له په ځينې جلا پیښو خفګان نه دې پكار٬ ځكه چې دوي په هېواد دومره ملكيت لري څومره چې نور ۔صدر مملكت د اسلامي جمهوريه پاكستان آئين آرټيكل 75 له مخې د ايكټ منظوري وركړه ٬كرسچن ميرج (بدلون)ايكټ 2024 له مخې په 1872 كرسچن ميرج ايكټ سيكشن 60 كښې بدلون شوے ٬د بدلون نه وړاندې د واده كولو اراده لرونكې مسيحي سړو او مېرمنو عمرونه د 16 او 13 كلونو څخه زيات پكار وو۔په دستوره كښې د مذهبي چارو او مذهبونو همغږۍ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن٬د مذهبي چارو وزارت سېكرټري ذوالفقار حېدر٬مسيحي ورورولۍ غړي او اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو۔په دې موقع بشپ ابراهم ډينيل ووئيل د سړو او مېرمنو لپاره د واده عمر زياتول د مسيحي ورورولۍ پخوانۍ غوښتنه وه۔ده د خاص دستوې په مهال په ايكټ لاس ليك كولو د صدر مملكت مننه وكړه۔ده تېر حكومت كښې په سركاري ملازمتونو كښې د اقليتونو لپاره په 5 فيصد كوټه بېلولو٬په سېنېټ كښې د اقليتونو لپاره د خاص چوكۍ بېلولو سره سره 11 اګست پاكستان كښې د اقليتونو ورځې په توګه لمانځلو په اعلان د صدر مملكت آصف علي زرداري مننه وكړه۔د مذهبي چارو او مذهبونو همږۍ وزارت سېكرټري ذوالفقار حېدر ووئېل د پاكستان حكومت د آئين او هېواد مشرانو وژن او اقدارو له مخې د اقليتونو حقونو تحفظ لپاره عزم لري۔
متعلقہ مضامین
-
Special committee formed to assess damages caused by recent rains: Sherry
-
CM to visit flood-hit areas
-
Heartbreak for Pakistan as Shajar misses out on 100m semis
-
Imran to be put on no-fly list
-
Youm e Istehsal to be observed on Friday
-
Book ‘Autism and Behavioural Science’ launched in Islamabad
-
Senate body assures support to KP in getting funds for NMDs
-
PDMA releases funds to 23 districts for monsoon preparedness
-
NA passes National Accountability (Second Amendment) Bill, 2022
-
LHC declines request to stop inquiry against ex-NAB chief
-
Long Live Struggle ,Long Live YDA
-
Global documentary week on Chinese intangible cultural heritage kicks off