مظفرآباد۔16مئی (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهباز شریف ??ئې??ي دي جمو و کشمیر په نړيواله توګه يوه تسلیم شوې شخړه ده كومه چې د 7 لسيزو نه تر زياتې مودې د ملګرو ملتونو د سلامتی کونسل په ایجنډا حل غوښتونكې پرته ده ، هند تشه په نامه قانون سازۍ او د عدالتی پرېكړو په اړ كښې د خپلو ڼړيوالو ذمه وارو نه لاس په شر كېدے نشي ، پاکستان د کشمیریانو اخلاقي ، سیاسي او په سفارتي كچه به مرسته روانه ساتي ۔ د دې خیالاتو اظهار ده د زيارت په ورځ د جمو و کشمیر حریت لارښودو سره په ملاقات كښې وكړو۔ ملاقات كوونكو لارښودو كښې محمود احمد ساګر، غلام محمد صفي ، سید فیض احمد نقشبندي ، الطاف احمد بټ، شهزاد واني ، اعجاز رحماني ، زاهد اشرف او الطاف حسین واني شامل وو ۔ ملاقات كښې د آزاد کشمیر وزیراعظم چ??هدري انوار الحق او وفاقي وزيران هم موجود وو ۔ حریت لارښودو د آزاد کشمیر په اوسني صورتحال قابو موندلو په اړه د وزیراعظم په کردار دوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔حریت لارښودو د جمو و کشمیر حیثیت په اړه د هند د غیر قانوني او د یو اړخيزه اقدام د توثیق غندنه وكړه او کشمیریانو سره په يووالي څرګندولو ئې د پاكستان حکومت مننه وكړه۔ پلاوي ته وزیراعظم و??ئې?? ګیمبیا كښې په شوي او آئي سي غونډه كښې پاکستان د جمو و کشمیر مقدمه په زړه پوري ډول وړاندې كړه ۔ ده و??ئې?? د کشمیر مقدمه په نړيواله كچه لا په ښه ډول پورته كولو له به خارجه وزارت او بهر پاكستاني مشنز لا په غوره ډول خپل کردار ادا کوي ۔ ده و??ئې?? پاکستانۍ میډیا دې د هند په غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د هندي ظلمونو په اړه نړۍ خبرولو له خپل کردار ادا کړي ۔ دغسې وزیراعظم د كشمير و ګلګت بلتستان چارو وزير انجینئر امیر مقام ته حریت لارښودو سره د لا روابط ښه كولو امره م وكړو ۔وزیراعظم و??ئې?? مونږه په څرګندو ټكو د هند په غیر قانوني توګه د تسلط لاندې جموں و کشمیر حیثیت په اړه د هند د يو اړخيزه او غیر قانوني اقدام مسترد كوو ۔ د جموں و کشمیر د مستقبل حتمي پرېكړه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د اړوندو قراردادونو تر مخه او د کشمیري اولس هيلو له مخې حل كول غواړي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan condemns terrorist attack in Baghdad
-
Indonesia urged to stop Pakistanis execution
-
Quetta Press Club targeted after attacks on lawyers
-
Bilawal expresses sorrow over Qatars former emirs death
-
Trump presidency signals uncertainty for Pak-US ties: Jinnah Institute roundtable
-
Confidant of Baldia factory fire suspect confesses to planning
-
TP کارڈ گیم تفریح کا سرکاری لنک
-
پی ٹی الیکٹرانک آفیشل ڈاؤن لوڈ کا مکمل گائیڈ
-
KM کارڈ گیم آفیشل ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات
-
ریسٹورانٹ کریز آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ گائیڈ
-
موئے تھائی چیمپئن آفیشل انٹرٹینمنٹ پورٹل کا تعارف اور خصوصیات
-
موئے تھائی چیمپئن آفیشل انٹرٹینمنٹ پورٹل کا تعارف اور خصوصیات