اسلام آباد 26 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پاك چين ملګرتيا ته د زيان رسوونكو ناوړه هڅې به كاميابې ته ورنه كړو٬د ترهه ګرۍ ناسور تر خاتمې به د دې په ضد جنګ روان ساتلے شي٬حكومت به د بشام پیښې اعلٰی كچ او زر پلټنې كولو سره ذمه وارو او سهولت كارو ته سخته سزا وركوي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په اسلام آباد كښې د چين سفارتخانې دوره وكړه او د چين پاكستان كښې سفير سره ئې بشام كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د 5 چينائي وګړو په وژنه د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔په دې موقع خارجه وزير اسحاق دار٬داخله وزير محسن نقوي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔وزيراعظم ووئيل زما پشمول د ټول قام همدردۍ د چينائي وګړو كورنيو سره لپاره دي٬د پاكستان حكومت به د پیښې اعلٰی كچ او زر پلټنو كولو سره ذمه وارو او سهولت كارو ته سخته سزا وركوي۔د چين سفير سره په خبرو كښې وزيراعظم د چين صدر او چين وزيراعظم لپاره د پېښې په اړه د غمرازۍ پېغام هم وركړو ۔وزيراعظم ووئيل د پاك چين ملګرتيا ته زيان رسوونكو ناوړه هڅې به كاميابې ته ورنه كړو٬د سي پیك دښمنانو يو ځل بيا داسې بزدلانه حركت څخه د دې متزلزل كولو سازش كړے خو دښمن به خپل ناپاك عزائم كښې چرته هم كامياب نه شي٬ د ترهه ګرۍ ناسور تر خاتمې به د دې په ضد جنګ روان ساتلے شي۔دغسې د چين سفير د وزيراعظم سفارتخانې ته په تګ او د پیښې پلټنو كښې په ذاتي خوښۍ لرلو مننه وكړه او د وزيراعظم د پاك چين ملګرتيا په اړه ئې د عزم ستائنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Fiscal consolidation, relief to masses main targets in FY23: Miftah
-
Bilawal, OIC chief discuss rising Islamophobia in India
-
Ulema conference held on population issue
-
Experts push govt for quick work on achieving SDGs
-
Administrator South distributes health cards to employees
-
US Ambassador Blome rings starting bell at Pakistan Stock Exchange
-
Pre-monsoon rain-thundershowers likely from June 15 (Wednesday)
-
People to be provided relief at all cost: Maryam
-
Engro launches Volleyball Development Program
-
CM lays foundation stone of Kundia road in Kohistan
-
New electoral lists to be finalized by August: PEC
-
CII expresses concerns on IHC’s decisions about marriage age