اسلام آباد 06 فروري (اے پی پی) د اطلاعات،خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقي وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي د پاكستان 12 كروړ څخه زيات اولس به په 8 فروري د خپلو استازو ټاكلو لپاره ووټونه اچوي۔د نهې په ورځ د كورنيو چارو نګران وزیر ډاكټر ګوهر اعجاز سره خبرې كنفرنس ته وينا كښې د اطلاعات وفاقی وزیر ووئيل په تير 17 اګست 2023ء د نګران كابینې سوګند پورته كولو نه پس ما خبرې كنفرنس كښې وئيلي وو چې د آئین آرټیكل 218(3) ترمخه الیكشن كمېشن يواځنۍ آئینی اداره ده كومه به چې آزادې ، سپيځلې او غیر جانبداره ټاكنې كوي او نګران حكومت به ټاكنو كولو كښې د الیكشن كمېشن هر ممكن مرسته كوي۔ ده ووئيل په نګران حكومت پسې د 5 مياشتو په مهال د ټاكنو په اړه لوئې ډنډورې شوي خو د هغه ټولو ډنډورو باوجود په 8 فروري ټاكنې د شیډول له مخې كېږي۔ وفاقی وزیر ووئيل ټاكنې به په امناك ډول كولې شي او دې لپاره ټول انتظامات كوو،د ټاكنو په مهال ځائې او نړيوالو خبريالانو او غیر ملكی مبصرینو آسانيو لپاره تيره شپه د اطلاعات وزارت يو آن لائن میډیا هیلپ لائن هم اجارﺀ شوے۔ده ووئيل د پاكستان په آئین كښې ليكلې شوي چې دا هېواد به ټاكلي نمائندګان چلوي او انشاءالله په 8 فروري به د پاكستان 12 كروړه څخه زيات اولس د خپلو نمائندګانو انتخاب كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل 2008ء او 2013ء ټاكنو كښې امنيتي صورتحال خراب ؤ ، 2008ء كښې د بے نظیر بھټو د شهادت نه پس ټاكنې يوه مياست تاخیر سره شوې وې۔ده ووئيل د پاكستان اولس د ترهه ګرۍ په ضد اوږد مهاله جنګ كښې بوښت دے او بيا هم حوصلې ئې نه دې بيللې، ده ووئېل ان شاءالله اولس به په 8 فروري د خپلو نمائندګانو ټاكلو لپاره بهر راوځي او خپل ووت به كاسټ كړي ۔
متعلقہ مضامین
-
Armed Forces pay tribute to all for achieving nuclear deterrence: ISPR
-
Pakistani delegation in India for Indus water talks
-
Pakistan, China to establish JWG to explore cooperation against forest fires
-
Cases of lumpy virus continue to rise across Sindh
-
Malik Shahadat Awan assumes charge as State Minister for Law and Justice
-
President appoints two ECP members from Punjab, KP
-
Any growth model facilitating elite will only increase income inequality: speaker
-
‘Absolutely not’: Imran on withdrawing resignations
-
Govt seeking guidance from stakeholders on IIOJK: Kaira
-
Fire burns woods worth millions in Lahore
-
Broadband subscribers reach 116 million
-
Stern action against Kashmiris’ massacre by Indian troops in IIOJK urged