کراچۍ 27جنوری (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې قام هېواد د پرمختګ په لاره روانولو صلاحيت لري۔ده د زيارت په ورځ د كراچۍ پوهنتون 31م كنونشن ته خطاب كښې ووئيل 5 نه تر لسو كلونو په مهال هېواد بحالي ممكن ده۔ده ووئيل انسانيت دا مهال د سائنس او ټيکنالوجۍ په وجه اسمانونه ته رسيدلې۔ډاکټر عارف علوي فارغ شوو زده کوونکو او سكالرانو له مبارکي ورکولو سره ووئيل شا او خوا دوه كروړه 62 زره څخه زيات ماشومان د سكولونو څخه بهر دي، بايد د ټولنې لويه طبقه رامخې ته شي او دغه ماشومان سکولونو ته رسولو کښې خپل کردار ادا کړي۔د اخلاقي سوچ او اقدار چاپېريال په حاجت زور راوړلو سره ووئيل تعلیم يواځې د اخلاقیات په بنیاد نه جوړيږي،اخلاقی اقدار د مور پلار ، استاذان او د ټولنې ماحول څخه وده مومي۔ده په فارغ شويو زدكونكو زور راوړو چې اخلاقی اقدار وده كښې خپل مخصوص کردار ترسره كړي۔غزہ كښې په اسرائیلی بربریت خبره كولو سره ده ووئيل فکری جنګونه نړۍ كښې د لويديز ګټو كښې بدل شوې۔ډاكټر علوی ووئيل زه په اخلاقیات يواځې زور ځكه راوړم چې دا مهال لوستي وګړي زياتره ظلم کوي۔ده ووئيل په سوشل میډیا ویډیو او آډیو کلپس چليدلو سره سیاق او سباق څخه اخوا د خبرو كولو ماحول جوړ كړې او په دې چیلنجونو قابو موندلو لپاره مواصلاتی پوهې زكړې ته اړتيا ده۔دې څخه وړاندې د لوړو زدكړو کمېشن (ایچ ای سی) چیئرمېن ډاكټر مختار احمد او وائس چانسلر پروفیسر ډاكټر خالد عراقی هم کانووکیشن ته خطاب وكړو۔صدر مملکت څوك چې د سرکاری پوهنتونونو چانسلر هم دې،په دې مهال فارغ شويو زدكونكو او سكالرانو له میډل وركړل۔
متعلقہ مضامین
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
Malik’s case a stigma on Indian judicial system: Mushaal
-
PNS Madadgar provides technical assistance to merchant vessel
-
54 students held for using unfair means in annual examinations-2022
-
Javed praises excellent performance of NAB KP
-
Saudi Arabia mulls extension of $3bn deposit to Pakistan
-
Internet service shut in Punjab as users face disruption in other areas
-
Pakistan, Saudi Arabia express resolve to boost trade ties
-
Imran Khan committed contempt of court: Rana Sanaullah
-
LHC fines CM Hamza Shehbaz Rs 100,000
-
UMT ranks fifth in Pakistan for scientific research output
-
IG Punjab takes notice of rape of girl in Patoki