اسلام آباد۔9اپرېل(اے پی پی) وفاقي کابينې د خزانې وزارت ته هدايات کړي چې د قانون له وزارت سره په مشوره دې الېکشن کمېشن ته د فنډز ورکولو په اړه پارليمنټ څخه لارښونه ترلاسه کولو لپاره د کړنلارې او ضوابطو مطابق سمري تيار کړي او د ګل په ورځ دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي۔ د وزيراعظم د ميډيا ونګ لخوا د جاري شويې اعلاميې له مخې د اتوار په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه كومه چې تر دوه ساعتو روانه وه۔ په غونډه كښې د 4 – 3 تناسب سره په راغلي عدالتي حكم او د څلور محترمو ججان صاحبانو په بشپړه پرېكړه غور وكړے شو۔ دغسې د روانې مياشتې په 6 مه نېټه قومي اسمبلۍ څخه په منظور كړې شوي قرارداد هم مشاورت وكړے شو۔ د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ غونډې ته په بېلو آئيني او قانوني چارو بريفنګ وركړو او د كابينې د غړو د پوښتنو ځوابونه يۍ هم وركړل۔ د ټولو اړخونو په غور سره له جاج اخستو او بشپړ مشاورت وروستو كابينې په متفقه توګه د خزانې وزارت ته هدايت وكړو چې په دې معامله كښی پارليمان څخه د لارښودنې تګلارې او ضابطې سره اړونده سمري تياره كړي او د كابينې غونډې ته يۍ وړاندې كړي۔ غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د کابینې غونډه دې د اپرېل په 10 نېټه بيا راوربللې شي دغسې چې د سباؤن تګلارې سره اړونده پرېكړه وكړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Israel’s PM meets crown prince on historic UAE visit
-
KE organises athletic meet for youth of Karachi
-
Female journalists ‘mistreated’ at Junaid’s mehndi
-
Last chance for Rana Shamim to satisfy court
-
Junaid Safdar sings ‘Tenu Samjhawan Kee‘, leaves fans in awe
-
Samina Alvi stresses opportunities for disabled persons
-
Govt tells ECP to go fast on EVMs
-
4500 Afghan students to get scholarship for higher education: Shafqat
-
Sarwar for strict punishment over crimes against women and children
-
PM presented Muslims case against Islamophobia effectively: Farrukh
-
Another earthquake of 3.0 magnitude jolts Hyderabad
-
Murad, Adil Sheikh discuss political situation in Sindh